د چین ولسمشر شي جینپینګ د دغه هېواد پوځ ته ویلي چې خپله ټوله انرژي پر جګړې متمرکزه کړي.
د ګارډين د راپور له مخې، د چين د کمونیست ګوند وياند سون ييلي د نومبر په نهمه نېټه د شي جينپينګ له قوله وويل، چې پوځ بايد جګړې ته د چمتووالي لپاره پوځي روزنه زياته کړي.
شي جين پينګ پوځ ته په وینا کې ويلي: «خپله ټوله انرژي په جګړه متمرکزه کړئ. د جنګ لپاره سخت کار وکړئ او د ګټلو وړتیا ته وده ورکړئ.»
د چین ولسمشر ویلي، چې پوځ باید «په کلکه د ملي حاکمیت او ملي امنیت دفاع وکړي»؛ ځکه چې د هغه په وینا چین په «بې ثباته او ناڅرګند» امنیتي وضعیت کې دی.
په همدې حال کې چينايي ورځپاڼو د قوماندې مرکز څخه د ليدنې پر مهال د شي جينپينګ عکسونه په پوځي يونيفورم کې خپاره کړي دي.
په وروستي مورد کې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند تایوان ته د بریتانیا د سوداګرۍ وزیر ګریګ هنډز پر سفر نیوکه وکړه او د بریتانیا حکومت ته یې ویلي: «د تایوان بیلتون غوښتونکو ځواکونو ته د غلطو سیګنالونو له لیږلو ډډه وکړئ.»
د چین د کمونیست ګوند په شلمه کانګره کې چې تیره میاشت په بیجینګ کې ترسره شوه، شي جينپينګ د تایپي لپاره د متحده ایالاتو پر زیاتېدونکي ملاتړ نیوکه وکړه او د کړکیچ د زیاتیدو لامل یې «بهرنی لاسوهنه» وبلله.