۸صبح، پکتیکا: د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه ښار کې سرچینې وایي، چې د طالبانو ښاروالۍ په یوه غیرقانوني اقدام کې لسګونه سوداګریز مارکېټونه تړلي دي.
ځایي سرچینې یکشنبه د لړم پر ۲۲ وایي، چې د ښرنې ښاروالۍ د سوداګریزو مارکېټونو او پلورنځیو خاوندان په زور اړ ایستلي چې د خپلو مارکېټونو او هټیو مخه په ډبرو وپوښي.
وروسته له هغې چې د دغو مارکېټونو او پلورنځیو خاوندان د طالبانو ښاروالۍ ته ورغلي، چې د دغه کار مالي وس نه لري طالبانو د هغوی مارکېټونه مهرولاک کړي دي.
د دغو مارکېټونو خاوندان وایي، چې د واټونو او د سړکونو د غاړې جوړول د ښاروالۍ مسوولیت دی او طالبان حق نه لري دغه کار پر خلکو وتپي.
د ویلو ده، چې ښاروالۍ هر کال د هېواد له وګړو میلیونونه افغانۍ د صفایۍ په نوم راټولوي.