۸صبح، لغمان: په لغمان کې ځايي سرچینې په دې ولایت کې د ناپېژانده وسله والو له خوا د یوه زوم او ناوې د وژلو خبر ورکوي.
دا پېښه سه شنبې د لړم په ۲۴مه د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په پال دره کې شوې ده.
ځایي معتبرې سرچینې د نوم نه اخیستو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې ددې پېښې لامل د یوه ځوان له خوا له دغې نجلۍ سره د کوژدې غوښتنه وه.
په لغمان کې طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې دا ډول پېښې له دې مخکې هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې شوې دي.