۸صبح، دایکندي: دایکندي کې باوري ځایي سرچینې وایي، چې له دوو ورځو راهیسې طالبانو شپږ تنه د وسلې لرلو او له دې ډلې سره د مخالفت په تور د دغه ولایت د خدیر ولسوالۍ له «وطمه» کلي څخه نیولي دي.
سرچینې یکشنبه د لیندۍ پر شپږمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې نیول شوي کسان خانمحمد، حسینعلي، عیدمحمد، نسیم او دادمحمد نومېږي.
یوه سرچینه، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي د طالبانو له خوا نیول شوي کسان عادي وګړي دي او تر اوسه یې د دې ډلې پروړاندې هېڅ ډول فعالیت نه دی لرلی.
یوه بله ځایي سرچینه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دغه کسان دایکندي کې د طالبانو د ځایي ملاتړي محمدعلي صداقت په امر نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي: «ښاغلي صداقت د خپلو ۵۰ تنو رقیبانو نومونه او پته طالبانو ته ورکړي او داسې یې ښوودلې کړې، چې دا کسان د دغې ډلې د حکومت خلاف دي. طالبانو هم د هغوی شپږ تنه نیولي دي.»
دایکندي کې د طالبانو سیمهییزو مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د تېرې اونۍ پر پنجشنبې ورځ له خپلو ځایي ملاتړو سره په همکارۍ د دایکندي د مرکز نیلي ښار په سیوک-شیبر سیمه کې دوو کورونو ته دننه شوي او ماشومان او ښځې یې وژلې دي.
د راپورونو له مخې په دې برید کې د ماشومانو په ګډون د دغو دوو کورنیو نهه تنه وژل شوي دي.
سرچینو ویلي دي، چې طالبانو یو شمېر قربانیان په ډزو وژلي او د دوو تنو یې سرونه پرې کړي دي.
همداراز راپور رارسېدلی، چې د دغو کورنیو څو تنه غړي د طالبانو له خوا نیول شوي او یو بل یې ټپي هم شوی هم دی.