۸صبح، پکتیکا: پکتیکا کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د یوه ښوونځي ودانۍ سوځېدلې ده.
ځایي سرچینې وايي، چې دغه ښوونځی دوشنبه ورځ ناوخته د سلواغې پر درېیمه نېټه د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ په چانخوا سیمه کې سوځېدلی او په بشپړ ډول له منځه تللی دی.
د لاسته راغلو معلوماتو له مخې لومړۍ د دغه ښوونځي د یوې خونې چت د هغو طالب جنګیالیو له خوا چې پکې مېشت دي په بخارۍ کې د ډېرو لرګیو له سوځولو وروسته، اور اخیستی دی او وروسته بیا د اورلګېدنې لمن پراخه شوې او له کنټروله وتلې ده.
ویل کېږي، چې طالبانو دغه ښوونځی پر دیني مدرسې بدل کړی او یو شمېر خپل جنګیالي یې پکې مېشت کړي وو.
طالبانو تېر کال د پکتیکا ولایت څو ښوونځي پر دیني مدرسو بدل او خپل جنګیالي پکې ځایپرځای کړي دي.