۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیالې امنې محمد د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته له سفر وروسته ویلي، چې اړتیا ده دغه ډله له ۱۳ پېړۍ څخه ۲۱ پېړۍ ته راوستل شي.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې اغلې محمد دغه څرګندونې پنجشنبه د سلواغې پر پنځمه په یوه خبري ناسته کې بیان کړې دي.
د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیالې ویلي، چې افغانستان ته د سفر پرمهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او د رییسالوزرا د مرستیال په ګډون د ډلې د کابینې څلورو غړو له نوموړې سره یو شان خبرې کړې دي.
د ملګروملتونو سازمان دغې چارواکې همداراز ویلي، چې د افغانستان د ۲۰ ولایتونو اوسېدونکي پرمختګ ته لېوالتیا او دا د دغه سازمان او د شریکانو لپاره یې ډېره ارزښتناکه ده.
د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیالې ټینګار کړی، چې باید له هرې لارې کار واخیستل شي ترڅو طالبان د «نړیوالې کورنۍ» اصولو ته غاړه کېږدي.