۸صبح، کابل: هندی رسنیو خبر ورکړی، چې چین به له پاکستان وروسته په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو دویم سوداګریز ملګری شی.
دنیای تجارت مجلې دوشنبه د کب پر لومړۍ نېټه په یوه مقاله کې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو او چین ترمنځ سوداګریزې اړیکې څېړلې دي.
د چین د ګمرکاتو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې به له افغانستان څخه د دغه هېواد د وارداتو کچه ۹.۰۹ میلیونه ډالرو او صادرات یې ۵۹ میلیونو ډالرو ته رسېږي.
د دنیای تجارت مجلې د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال له ډسمبر څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د چین صادرات ۵۴ سلنه زیات شوي دي.
د دغې مجلې موندنې ښيي، چې له افغانستان څخه چین ته د صادراتو عمده توکي وچه میوه، حیواني ویښتان، نیمه قیمتي ډبرې او سبزیجات او له چین څخه عمده وارداتي توکي مصنوعي فایبر، اوبدل شوې پنبې، د ربړ ټایرونه او نور نامعلوم توکي شامل دي.
دا مهال پاکستان له طالبانو سره په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې د ۱.۵۱۳ میلیارده ډالرو په لرلو سره لومړی او هند د ۵۰۰ او ۴۵ میلیونو ډالرو په لرلو سره د افغانستان د سوداګریزو شریکانو په منځ کې دویم ځای لري.
دا مهال پاکستان له طالبانو سره په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې ۱ عشاریه ۵۱۳ میلیارده ډالرو په لرلو سره لومړی او هند د ۵۰۰ او ۴۵ میلیونو ډالرو په لرلو سره د افغانستان د سوداګریزو شریکانو په منځ کې دویم ځای لري.