نېږدې نیمه پېړۍ کېږي، چې د پښتون ټبر، (نو) له جنګ او ناورین سره تړلی دی! دا چې چا، څنګه، او په څه اوزارو، پښتانه، جنګ ته ورټېل وهل او ددې ټبر لویه انرژي، د جنګ دوزخي محصولاتو زېږولو، روزلو، پاللو او درمندټولولو ته وقف شوه، او د ژوند او بخت ټاټوبی یې ولې تر دې دمه د جنګ خونچکان میدان پاتې شو، ژورې څېړنې ته اړتیا لري! خو د (پښتونژغورنې غورځنګ) په څرکوهلو سره، ورو ورو داسې ایسي، چې پښتانه غواړي، د مرګ پرځای ژوند، د محرومیت او بدویت پرځای مدنیت او مدرنیت، د ذهني او فزیکي ښکېلاکي ځواکونو شیطاني موخو لپاره د الېګرځېدلو پرځای، ځانته د یوه نوي، زرغون او پرمختللي ژوندلوري ټاکلو پر لور، ستر یون پیل کړی دی.
(PTM) چا استخباراتي لوبه بلله، چا د یوه تنکي ځوان (منظورپښتین)، خام تصور او چا هم د پښتنو د احساساتو لنډمهاله لوبه بلله… خو ځنې ول، چې دا نوی حرکت یې هم، د پاکستان د څارګرې ادارې، تازه لومه او د پښتنو د اېلولو بل دام بلل!
خو د وخت په تېرېدو سره، دغه غورځنګ د ولس مینځ کې ریښ وکړې. ویده ټولنیز شعور ته یې نوې ساه وکرړه او دې سره د ټولو پښتنو د نن او سبا برخلیک بدلولو او ژغورلو په روح واوښت. نن د ډیورنډهاغاړه میلیونونه هېرې او په غرو رغو کې را ایسارې او ورکې پرګنې، (PTM) د خپلو هیلو او موخو ژوندۍ هېنداره ګڼي او ورځ تربلې یې د مدني خوځښت برخه ګرځي.
پښتونژغورنې غورځنګ، د پښتنو د فزیکي، حقوقي، فکري، ټولنیز او اقتصادي خوندیتوب لپاره، د مدني مبارزې، داسې څپه را خوځولې، چې پاکستانی حکومت او په تېره بیا پاکستانی پوځ، او د هغه ورانکاره څارګره اداره یې، په سیمهییزه کچه- په تېره بیا افغانستان کې- د نیابتي جګړې او ددغه هېواد د ملي، سیاسي حاکمیت ړنګولو او بشپړ لاندېکولو په روانه چاره کې، سخت چلنج کړی او هغه هېواد ته بېمخینې ورپېښو اقتصادي- مالي ستونزو ددې فرصت برابر کړی، چې د پاکستان ټول جوړښت په بېمخینې توګه چلنج شي او پاکستان کې ناخوښه او ایسار ولسونه؛ لکه پښتانه، بلوڅان، سندیان او نور، د خپل جلا برخلیک په اړه، د نوي حرکت په هڅه کې شي.
افغانستان، چې له څه باندې یوه نیمکاله راهیسې، د طالبانو تر وسپنیزواک لاندې، د نړۍ او مدنیت له کاروان څخه را پرې شوی دی، ښایي ددغه غورځنګ ورځ په ورځ زیاتېدونکي ټولنیز- مدني حضور او نقش تر ګڼ او پراخ ولسي اغېزلاندې، د یو نه اټکلېدونکي ولسي-مدني مقاومت ډګر شي.
لږترلږه د تېرې نیمې پېړۍ په ترڅ کې د نظامونو ړنګېدلو او نویو هغو راڅرګندېدلو غوټ لامل، د ولس په ټولنیز شعور او جذبه کې، د یوه ستر انقلاب رامینځتهکېدل و او ښایي داځل هم له ولس اخستل شوی، او له نړۍ راپرې شوی افغانستان، ددغو میلیونونو زندۍ شویو انسانانو، د منجمدکړل شوې انرژۍ او رټل شوي احساس د وېښېدو او خودجوش انسجام او د ټولنیزباور په رنګ راڅرګندېدلو، ډګر شي.
له څه باندې دوه کاله بند څخه د عليوزیر راخلاصېدل، او د ولس پراخ هرکلی، پښتونژغورنېغورځنګ د نوي اوښتون پړاو ته نېږدې کړی. اجمل مسعودزی پر خواله رسنیو د عليوزیر او ارمان لوڼي د میندو د ګډ عکس خپرولو سره د وړانګې لوڼۍ له خولې کښلي: «د عليوزیر ادې زما تاتۍ ته وایي، چې زه د خپلو شهیدانو قبروته نه ورځم، او ویښته سپین نه پرېږدم؛ تورم یې! ددې لپاره چې دوښمن ته کمزورې ښکاره نشم!»
دا په داسې حال کې ده، چې د عليوزیر کورنۍ (۱۸) تنه غړي، پاکستان پوځ او څارګرې ادارې تر واک لاندې پاکستان کې، وژل شوي دي.
له عليوزیر وروسته، د (PTM) بلې مخکښې غړې ګلالۍ اسمعیل پلار (پوهاند اسمعیل) او مور هم له زندانه آزاد شول. پر دواړو د پاکستان ګټو ته د (ملي خیانت!) تور پورې شوی و، چې بالاخره محکمې خوشې کړل.
مطرح سیاستوال او د غورځنګ پازوال ډاکټر سیدعالم محسود لیکي: «د قوم ټول ولس ثابته کړه، چې دوی د ترهګرۍ خلاف دي. او امن غواړي!
قوم په مکمله توګه پوه دی، چې ترهګري بیا ریاست (اشاره پاکستاني پوځ او څارګرې ادارې ته ده) راوړه؛ ځکه چې د دوی بیا ډالر په کار دي.
د ټول قوم متفقه فیصله ده، چې موږ ډالريجنګ او ډالريجهاد نور نه منو!»
له هغې ورځې، چې پښتون په جنګ ننوتلی، بیا تر دې دمه نه ددوی خیر شته او نه د سیمې! له افغانستانه د امریکې بېمخینې وتل او ګواکې ماتې له دې حقیقته پرده پورته کوي، چې تر هغو د افغانانو په تېره بیا پښتونو ټولنیز، فرهنګي، انساني او مدني چاپېریال، د جګړنو فکرونو-باورونو کوربه وي، نو یو نسل به ځي او بل نسل به راځي، خو له پنځلسکلنۍ نه به یې لاس کې ټوپک او پرملا بم او په سر کې، د وراني پېښولو جزبه وي او ټوله سیمه- ښایي نوره نړۍ- د ډاډمن ټیکاو او اړیکو څرک په خوب هم ونه ویني!
تېره نیمه پېړۍ کې، چې افغانستان او سیمې ته هر حرکت او سیاست راغلی، تاوتریخوالی، جنګ، اغتشاش، ورانکاري، پرځول او له مینځهوړل یې، کړنلاره وه؛ خو پښتونژغورنې غورځنګ، د خدایيخدمتګارانو او لوی ګاندي (نهتاوتریخوالي) سیاست، هغه نوې، تازه او له جوشه ډکه څپه ده، چې د ټولنې له متن څخه راپورته شوې او په خودجوشه توګه، ورځ تربلې پراخېږي، غوړېږي او د ولس په ټولنیز او فرهنګي روح بدلېږي.
(PTM)، له یوې خوا او ایران کې د (زن، زندګي، آزادي/ ښځه، ژوند، آزادي) پراخ مدني پاڅون له بلېخوا، ښایي د پر ایران او پاکستان سربېره، افغانستان او بیا ټولې سیمې ته د انساني، مدني او ټولنیزې- اقتصادي غوړېدنې، ځانبسیاینې، او یوه نوي غوړېدلي برخلیک خپلولو لپاره، د بدلون او اوښتون یو نوی پسرلی وي.
د سیمې څارګرې ادارې هڅه کوي، چې راټوکېدلي، پراخ ولسي مدني خوځښتونه بدنام، له ولس جلا، په غوسه او احساساتي اقداماتو او دریځونو ته راوکاږي. خو داسې ښکاري، چې ددې سیمې د ولسونو دا نیمه پېړۍ انقلاب او ایدیولوژیو ځپلی او زندۍ کړی ټولنیز شعور، د بلوغ نوی رنګ راوړي.
پیل شوي مدني حرکتونه، د ځوانۍ پر لور ګامونه اوچتوي او په صبر او هوښیارۍ سره، د وچو، مړو او زمانوهلو فکرونو- باورونو له مینځه د یوه راڼه سباوون په لور، پل وچتوي.
منظور پښتین: «عليوزیر په لویې حوصلې سره، له دوکاله زیات زندان تېر کړ او بالاخره د علي ټینګې حوصلې، استقامت او د قوم پرلپسې هڅو ریاست اړ کړ، چې علي آزاد کړي!»
د (PTM) په روان غورځنګ سره نور هغه وخت تېر دی، چې د ځوان خبریال صدیقترابزي په وینا: «پردی ټوپک راواخلي، خپل وطن کې جګړه وکړي، سلګونه زره افغانان تر خاورو لاندې، دغومره ټپیان او هغومره بېلاسو، بېپښو او بېسترګو کړي، په زرهاو کونډې- یتمیان راپرېږدي، هېواد کنډواله او بنسټونه ونړوي او ورسره چیغې ګډې کړي، چې ما جګړه ګټلې!»
پښتنو ژوند ته مخه کړې، ځکه نو د ژوند دا میلیوني سیلاب، د څارګرۍ او ذهني- رواني کوډو په هېڅ جال او شګودیوال نشي ایسارېدلای!
پاکستان، په خپل تاریخ کې له داسې مالي- اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان شوی، چې نه یې امریکا یا چین- روسیه، وقایې ته لاس پورته کولای شي، او نه نور د ترهګرۍ صادراتو ته د مصرف بازار پاتې دی!
پاکستان پوځ جوړ کړی هېواد دی. او د پوځ د واک ماشین، د ترهګرۍ په تولید، روزلو او صادرولو چلېده؛ خو نوره یې هغه انساني جغرافیا له لاسه په وتو ده، چې ده ته یې بېذهنه ماشومځوانان په لاس ورکول.
د شاعر خبره:
«څانګه به نن سبا کې ګل شي،
ما یې په سر کې سرې غوټۍ لیدلي دينه»