۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک ویلي چې افغان خبریالان او د بشري حقونو ښځینه مدافعانې د طالبانو له خوا په خپلسر له نیول کېدو رنځ وړي.
ترک دوشنبه د کب پر ۱۴مه په نړۍ کې د بشري حقونو وضعیت په اړه یوې ویناپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې له بشري حقونو د سمبالونکي او دوامداره سرغړونو، په ځانګړي ډول د زدهکړو او تعلیم په ګډون د ښځو او نجونو له حقونو چې د ټولییز ژوندانه له ټولو اړخونو محرومې شوې دي، اندېښمن دی.
د نوموړي په خبره، په افغانستان کې په ژوره توګه مدني او د رسنیو ازادي محدوده شوې ده.
هغه ویلي: «په عام محضر کې د اعدام سزا بیا پېل ډاروونکې ده.»
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي له پاکستانه د افغان کډوالو جبري شړلو په ځانګړي ډول هغه کسان چې په افغانستان کې د ځورونې او ربړونې له ګواښ سره مخامخ دي، هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په بېلابېلو برخو کې پر خلکو محدودیتونو لګول شوي دي.
نجونې او ښځې ښوونځيو، پوهنتونونو او کار ته د تګ اجازه نه لري او دغه راز رسنۍ هم تر فشار لاندې دي.
له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم ویلي چې نیمايي افغانان له خپلو بنسټیزو حقونو بېبرخې دي.
نوموړي زیاته کړې چې له طالبانو سره د اړیکو په عادي کولو کې دې د بشري حقونو په برخه کې اړین پرمختګ په پام کې ونیول شي.