۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې تېر کال یې په افغانستان کې له نیم میلیون ډېرو ښځو سره مرسته کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام دوشنبه د کب پر ۱۴مه په خپله ایکسپاڼه کې یوې خپرې کړې ویډیو کې ویلي چې دا مرستې له ښځو سره د نویو مهارتونو د زدهکولو په برخه کې لګول شوي، څو په خبره یې په خپلو پښو ودرېږي.
نوموړي بنسټ په دې اړه نور جزییات وکړي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې د مرستې رسونې ډېر پروګرامونه یې د بودیجې د کمښت له کبله تر ګواښ لاندې دي.
له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و چې د مرستو له کمېدو سره به په هېواد کې بېوزلي نوره هم «ناوړه» شي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو له واکمنېدو او مالي مرستو له کمېدو وروسته، د خلکو د بېوزلۍ کچه لوړه شوې ده.