۸صبح، کندهار: سیمهییزې سرچینې وايي چې په کندهار ښار کې یو ۱۶ کلن هلک له کورنۍ شخړې وروسته ځانوژنه کړې ده.
سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۲۰مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د کندهار ښار د پنځلسمې حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، دغه هلک له پلار سره له شخړې او کورني تاوتریخوالي وروسته ځان زندۍ کړی دی.
تر اوسه د دغې پېښې د څرګند لامل په اړه معلومات نه شته.
سیمهییزې سرچینې وايي چې اقتصادي ستونزې په سیمه کې د ورته پېښو یو لامل ګڼل کېږي.






