۸صبح، کابل: د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره خبرې کړي دي.
د نوموړي وزارت ویاند عبدالمتین قانع چهارشنبه د لړم پر ۲۰مه په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې له نشهيي توکو سره پر مبارزې او سیمهییزو پرمختګونو خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د نشهيي توکو په اړه د ملګرو ملتونو د راپور د محتوا په هکله د طالبانو دریځ هم مطرح شوی دی.
عبدالمتین قانع ویلي چې له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو هڅې ستایل شوې دي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نشهيي توکو د اقتصادي او ټولنیزو پایلو او د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو پر ژوند یې د اغېزو په اړه خبرداری ورکړی دی.






