۸صبح، غزني: په غزني کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو ۲۵ کلن ځوان د ناچاوده مهماتو په چاودنه کې مړ شوی دی.
سرچینو یکشنبه د لړم پر ۱۷مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا پېښه پرون د غزني د قرهباغ ولسوالۍ په «میرخان» کلي کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، دا کس محمد کریم نومېده او ازاد کاروبار یې کاوه.
دا پېښه له هغې وروسته شوې چې ماشومانو یو څه زړه اوسپنه موندلې او کور ته یې وړې وه چې پکې ناچاودنه توکي هم و.
څه موده مخکې د دغه ولایت په اببند ولسوالۍ کې هم په ورته پېښه کې یو ۱۷ کلن ځوان مړ شوی و.





