د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو ویلي چې د فرانسې په ګډون به اروپايي هېوادونه په ابوظبۍ کې د روسیې، امریکا او اوکرایین ترمنځ مذاکراتو کې ګډون وکړي.
ټاس خبري اژانس یکشنبه د نومبر پر ۸مه راپور ورکړی چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي نه دي چې له اروپايي هېوادونو به څوک په دغو مذاکراتو کې برخه واخلي.
له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سټيو ویټکاف سره په لیدنه کې ویلي و چې مسکو د اوکرایین کړکېچ د حل لپاره د مذاکراتو بیا پیل ته چمتو دی.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف هم ویلي و چې دا مذاکرات به د نومبر پر ۱۰ او ۱۱ په ابوظبۍ کې وشي.
د پسکوف په خبره، د روسي پلاوي مشري به د دغه هېواد د ولسمشر مرستیال ولادیمیر مدینسکي وکړي.





