۸صبح، هلمند: سیمه ییزې سرچینې وايي چې په هلمند کې یو ۳۰ کلن ځوان د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژنه کړې ده.
سرچینو یکشنبه د لړم پر ۲۴مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا پېښه پرون د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، دا ځوان احمدولي نومېده او له اوږدې مودې راهیسې وزګار و.
سرچینو زیاته کړې چې دغه ځوان ځان زندۍ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په پنجشیر کې هم یو ځوان ځان وژنه کړې وه.






