۸صبح، کابل: سرچینې وايي چې طالبانو د دې ډلې د مشر د هبتالله اخوندزاده له فرمانونو د ملاتړ اعلانولو په موخه د یوې غونډې د جوړولو لپاره کابل پوهنتون دروازې تړلې دي.
سرچینو يکشنبه د لړم پر ۲۴مه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړې چې طالبانو د دې غونډې له امله د کابل پوهنتون ښوونیز فعالیتونه یوه اوونۍ درولي دي.
د کابل پوهنتون هم په یوه خبرتیا کې اعلان کړی چې د لیسانس دورې (ورځنۍ او شپنۍ) او ماسټرۍ محصلان د یکشنبې له ورځې تر پنجشنبې پورې رخصت دي.
تر دې مخکې هم سرچینو ویلي وو چې طالبانو د کابل پوهنتون د لیلیې محصلان له لیلیې ایستلي او پر ځای یې د دې ډلې پلوي ملا امامان ځای پر ځای کړي دي.
د سرچینو په وینا، دغه ملا يان په کابل کې د طالبانو په یوه غونډه کې د ګډون لپاره راغوښتل شوي دي.
ویل کېږي چې د افغانستان له بېلابېلو سیمو شاوخوا څلور زره ملا يان په دې غونډه کې د ګډون لپاره بلل شوي او د دې غونډې موخه د هبتالله اخوندزاده د فرمانونو ملاتړ بلل شوی دی.






