۸صبح، غزني: په غزني کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یوه ښځه د لاسي بم په چاودنه کې مړه شوې ده.
سرچینو یکشنبه د لړم پر ۲۴مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د دغه ولایت د ګیرو ولسوالۍ په شیرزاده کلي کې یوه ۳۰ کلنه ښځه په خپل کور کې د لاسي بم په چاودنه کې مړه شوې ده.
سرچینو زیاته کړې چې دغې ښځې بم له کوره بیرون موندلی او هغه یې کور ته وړی و چې پرې چاودلی دی.
ویل کېږي چې دا په غزني کې د روانې میاشتې په اوږدو کې د ناچاوده توکو د چاودنو څلورمه پېښه ده چې مرګ ژوبله اړوي.






