کندهار کې د ملي امنیت ریاست د وسايطو پر ورکشاپ بمي چاودنه شوې

چاودنه نن سهار اته بجې شاوخوا د کندهار دامان ولسوالۍ اړوند هوايي ډګر ته نږدې د ملي امنیت ریاست د وسایطو پر ورکشاپ شوې ده.
د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی، پېښه تائیدوي او وايي چې سیمې ته روغتیايي ډله رسېدلې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
د پېښې مسؤلیت لا تر دې دمه چا نه دی اخیستی.