فلسطیني چارواکي وايي چې اسراييلي پوځ د لوېدیځې غاړې په الخلیل ښار کې د پوځي عملیاتو له پیل وروسته شاوخوا ۱۲۰۰ فلسطینیان اړ کړي څو خپل کورونه پرېږدي.
رویټرز شنبه د اکتوبر پر ۲۴مه راپور ورکړی چې دا عملیات یوه ورځ وروسته له هغې پیل شوي چې دوو وسلهوالو الخلیل ښار ته نږدې دوه اسراییلي سرتېري ووژل.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ اعلان کړی و چې د ځواکونو له وژل کېدو وروسته به پراخ عملیات پیل کړي.
فلسطین بیا دا عملیات «ډلهییزه سزا» ګڼلې او غندلي یې دي.
د الخلیل ښاروال ویلي د هغو ۱۲۰۰ کسانو ترڅنګ چې تر اوسه بېځایه شوي، شاوخوا ۱۳۰۰ نور هم د خپلو کورونو د له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ دي.
نوموړي د اسراییل دا عملیات د سېشنبې ورځې له پارلماني ټاکنو سره تړلي او ویلې یې دي چې نتنیاهو او د حکومت توندلاري وزیران یې غواړي د ښارګوټو له اوسېدونکو ډېرې رایې ترلاسه کړي.





