په سږ کانکور ازموینه کې د پروان د یوه زدهکوونکي بریا د دغه ولایت د اوسېدونکو ترمنځ د خوښې او ویاړ څپه راپارولې ده. د ټول افغانستان په کچه عمومي اول نومره او د ۳۶۰ نومرو اخیستل ارزښتناک بریالیتوب دی چې بې شکه د کلونو هڅو، زیار او د کورنۍ او ښوونکو د ملاتړ پایله ده. دا ډول بریاوې تل هیله بښونکې وي او ښيي چې افغان ځوانان، له ګڼو ستونزو سربېره هم په علمي ډګر کې د ځلېدو وړتیا لري.
خو د دغه هیله بښونکي خبر ترڅنګ، تریخ حقیقت هم شته؛ داسې چې زرګونو افغان کورنیو په ځانګړې توګه هغوی ته چې پيغلوټې لوڼې لري، هره ورځ تکرارېږي.
کله مې چې ورور په شوق د دغې بریا له زېري سره کور ته راغی، په سترګو کې یې خوښي له ورایه ځلېده. هغه په ویاړ د خپل ټولګیوال خبره وکړه چې توانېدلی د پروان نوم د کانکور ازموینې د نوملړ په سر کې راولي. زه هم د دغه خبر له اورېدو خوشحاله شوم. کلونه شوي و چې داسې ویاړ مو د ولایت په برخه نه و شوی او ښکاره ده چې دا بریا د پروان د اوسېدونکو د سرلوړۍ نښه ده.
خو دغه خوږ احساس یوازې څو شېبې دوام وکړ. خور ته مې وکتل. هغې هم موسکا کوله او د خپل ولایت د اوسېدونکي له بریا خوشحاله وه، خو د هغې موسکا تر شا ژور درد پټ و؛ د هغې نجلۍ درد چې پوهنتون ته د تګ هیله لري، خو کلونه کېږي چې دغې هیلې ته د رسېدو فرصت یې له لاسه ورکړی دی.
هماغه شېبه فکر راولوېد چې د خور کیسه مې یوازې د یوې نجلې کیسه نه ده؛ بلکې د زرګونو افغان نجونو کیسه ده چې له وړتیا، انګیزې او لېوالتیا سربېره د زدهکړو له دوامه پاتې دي. هغو نجونو چې یو وخت یې د کانکور ازموینې لپاره پلان جوړاوه، درسي کتابونه یې په هیله اړول او په ذهن کې یې روښانه راتلونکې انځوروله، نن یوازې د نورو د بریا ننداره کوي.
له کوره ووتم څو د کانکور د اول نومره بریا له خپلو ملګرو سره شریکه کړم. ټول له دې لاسته راوړنې خوشحاله وو او هغه یې پروان ته ویاړ بلله. خو زما په ذهن کې لا هم یوه پوښتنه تکرارېده: څنګه د یوه ځوان د علمي بریا خبره کېږي، په داسې حال کې چې زرګونو ان د کانکور په څېر سیالۍ کې د حضور فرصت نه دی موندلی؟
کانکور تل د افغان ځوانانو ترمنځ د هیلې سیمبول و؛ د ښوونځي او پوهنتون ترمنځ او د راتلونکې د جوړولو پل. ګڼې کورنۍ په دې ازموینه کې د بریا لپاره کلونه خپل اولادونه هڅوي او دا د پرمختګ اصلي لوری ګڼي. خو کله چې د ټولنې یوه برخه له لومړي سره په دغې سیالۍ کې د ګډون امکان له لاسه ورکوي، د ښوونیز عدالت مفهوم له جدي پوښتنې سره مخ کېږي.
له زدهکړو د نجونو محرومیت یوازې د هغوی د فردي هیلو له لاسه ورکولو مانا نه لري، بلکې پایلې یې ټوله ټولنه اغېزمنوي. هغه هېواد چې د خپلې بشري پانګې نیمایي برخه یې له لوړو زدهکړو او علمي فرصتونو بېبرخې کړې، ناڅاپي به په بېلابېلو برخو کې د مسلکي کدرونو له کمښت، د تولید کچې له کمېدو او د پرمختګ بهیر له ټکني کېدو سره مخ شي.
یوه مهمه اندېښنه بیا په روغتیايي برخه کې د ښځينه روغتیاپالو کمښت دی. ډېرې کورنۍ غوره بولي چې د ښځو درملنه یې ښځينه ډاکټرانې وکړي، خو که نجونې ونه توانېږي پوهنتون ته لاړې شي او په طب، نرسنګ او نورو روغتیايي برخو کې درس ووايي، دا کمښت به په راتلونکو کلونو کې ډېر احساس شي. دا یوازې د زدهکړو مساله نه ده، بلکې مخامخ د ټولنې له روغتیا سره تړاو لري.
تر څنګ یې د نجونو لپاره د زدهکړو فرصتونو محدودېدل پراخې ټولنیزې او اقتصادي پایلې هم لري. ډېرې هغه نجونې چې هیله یې لرله ښوونکې، ارواپوهې، خبریالانې، وکیلانې، څېړونکې، انجنیرانې یا سوداګرې شي، اوس له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي. د دغو وړتیاوو له لاسه ورکول یوازې فردي زیان نه دی، بلکې ټولنه یې هم له پوهې، تخصص او وړتیاوو بېبرخې کېږي.
دغه وضعیت د نجونو پر رواني روغتیا هم اغېز کړی دی. ګڼې یې انګېري چې پر خپلې راتلونکې واک نه لري. ناهیلي، اندېښنه، خپګان، ټولنیزه انزوا او د زدهکړو لپاره د هڅونې کمېدل، هغه اندېښنې دي چې کورنیو او د زدهکړو په برخه کې فعالانو څو ځله پرې خبرې کړې دي. کله چې یو څوک په تنکۍ ځوانۍ کې پوهنتون ته د تګ هڅه کوي، خو ناڅاپه پرې لار وتړل شي، ښکاره ده چې ووايي د هویت او راتلونکې یوه برخه یې ترې اخیستل شوې ده.
بل پلو بیا ډېرې کورنۍ هم له سختو شرایطو سره مخ دي. هغه پلرونه او میندې چې کلونه یې د خپلو اولادونو د زدهکړو لپاره زحمت ایستلی، اوس د خپلو لوڼو ناهیلي ویني. ځینې کورنۍ د زدهکړو د فرصتونو د برابرولو لپاره کډوالۍ ته مجبوره شوې او ځینې نورې بیا د اقتصادي ستونزو له امله داسې امکانات نه لري. دا وضعیت، د مالي فشارونو ترڅنګ، د کورنیو د بېلتون او د ټولنیزو اندېښنو د زیاتېدو لامل هم ګرځېدلی دی.
د دغو ننګونو ترڅنګ، د افغانستان په پرمختګ کې دې د لوستو ښځو ونډه له پامه نه غورځول کېږي. کلونو تجربو ښودلې چې ښځو د ښوونې او روزنې، طب، رسنیو، سوداګرۍ، علومو، ټيکنالوژۍ، هنر او ټولنیزو فعالیتونو په برخو کې د ټولنې په پرمختګ کې اغېزناک رول لوبولی دی. په پوهنتونونو کې د هغوی حضور ګواښ نه، بلکې د هېواد د علمي، اقتصادي او کلتوري ودې لپاره ارزښتناک فرصت و.
زه خپله په داسې پوهنتون کې زدهکړې کوم چې د محصلینو پام وړ برخه او ځينې استادان یې ښځې دي. هره ورځ ګورم چې حضور یې څنګه درسي ټولګي، د څېړنو کیفیت او د نظریاتو تبادله بډایوي. دا تجربه راښيي چې زدهکړه هغه مهال تر ټولو ډېر اغېز لري چې کله ټول وګړي، له هر ډول تبعیض پرته، ترې برخمن وي.
بېشکه، په کانکور کې د پروان د لومړي مقام ګټونکی د ستاینې او مبارکۍ وړ دی. هغه په خپلو هڅو داسې مقام ته رسېدلی چې ډېرو ځوانانو ته الهامبښونکی دی. خو د دې موسکا ترڅنګ، اوښکې هم شته؛ د هغو نجونو اوښکې چې کلونه یې د همدې ورځې خوبونه لیدلي، خو هېڅکله یې د خپلو وړتیاوو د ازمویلو فرصت نه دی موندلی.
نن مې د ورور موسکا او د خور چوپتیا د یوه ګډ واقعیت دوه بېلابېل انځورونه وړاندې کوي؛ داسې چې پکې د یوې علمي بریا خوښي د زرګونو نیمګړو هیلو له حسرت سره ګډه ده. ښايي د ګڼو افغان کورنیو ستره هیله دا وي چې یوه ورځ هېڅ نجلۍ او هلک یوازې د جنسیت له امله د زدهکړو، ودې او راتلونکي د جوړولو له حقه محروم نه وي.
هیله دا ده چې یوه ورځ د افغانستان د علمي بریاوو خبرونه یوازې د کانکور د لوړو مقامونو په اړه نه وي، بلکې د دې خاورې د ټولو اولادونو د برابر حضور خبره په ښوونځیو، پوهنتونونو، لابراتوارونو، روغتونونو او علمي مرکزونو کې وشي؛ هغه ورځ چې د وروڼو موسکا د خویندو له موسکا سره مله وي او د ناهیلۍ اوښکې خپل ځای د هیلو او د ټولو لپاره د برابرو فرصتونو رڼا ته پرېږدي.





