۸صبح، کندهار: سیمهییزې سرچینې وايي چې په کندهار کې د کرېکټ اړوندو خبرونو او راپورونو پر خپرولو له بندیز وروسته ځينو ورزشي خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
سرچینو دوشنبه د لړم پر ۲۵مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دغې پرېکړې وروسته ځینو هغو خبریالانو چې په سیمهییزو راډیوګانو کې یې د کړېکټ خپرونې چلولې، له کاره پاتې دي.
دغه راز په خواله شبکو کې هم ځينو خبریالانو د وزګارېدو خبر ورکړی او ویلې یې دي چې د طالبانو د بندیز له کبله یې له رسنیو سره همکاري پای ته رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د بې پولې خبریالانو بنسټ راپور ورکړی و چې د طالبانو له واکمنېدو درې میاشتې وروسته په افغانستان کې ۴۳ سلنه رسنیو خپلې خپرونې بندې کړې دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې له ۱۲ زرو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو دوه پر درېیمې برخې خپلې دندې له لاسه ورکړې او له هرو لسو ښځینه خبریالانو اته یې له کار کولو پاتې شوې دي.
په کندهار کې د کرېکټ سیالیو پر خپرونو تازه بندیز، د خبریالانو او رسنیو اندېښنې راپارولې دي.






