۸صبح، کابل: په کابل کې د ایوب سروري په نوم یو سوداګر چې نږدې درې میاشتې کېږي د طالبانو په بند کې دی، لا یې هم د برخلیک او قضیې په اړه معلومات نه شته.
سرچینو سهشنبه د چنګاښ پر ۹مه ویلي چې سروري له خپل ورور محمد عزیر او موټر چلوونکي ګلامین سره یو ځای د کابل ښار په مکروریانو سیمه کې د طالبانو استخباراتو نیولي او تر اوسه یې د نیولو د لامل او قضیې په اړه رسمي معلومات نه دي اعلان شوي.
ویل کېږي چې ایوب سروري کلونه د «کابل نوي ښار» د پراختیا په برخه کې فعالیت لرلی او د هېواد پېژندل شوې اقتصادي څېره ګڼل کېږي.
سرچینو ویلي چې سروري په جمهوریت کې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره اړیکې لرلې او په باور یې، همدا مخینه یې د دې لامل شوې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په وار وار له ستونزو سره مخ شي.
دا سوداګر داسې مهال بندي دی چې اقتصادي فعالان د قضایي بهیرونو پر روڼتیا،د تورنو کسانو د حقونو پر درناوي او عادلانه محاکمې ته یې پر لاسرسي ټینګار کوي.






