۸صبح، تخار: په تخار کې ځايي سرچینې وايي چې یو ماشوم له تښتول کېدو وروسته وژل شوی دی.
سرچینو سهشنبه د تلې پر ۲۱مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د دغه ولایت په «خواجه غار» ولسوالۍ کې یو یوولس کلن ماشوم وژل شوی دی.
د سرچینو په خبره، دا ماشوم دوه ورځې مخکې کور ته نږدې لادرکه شوی و او پرون ماښام یې مړی موندل شوی دی.
سرچینو زیاته کړې چې دا ماشوم په وحشیانه ډول وژل شوی دی.
ویل کېږي چې د دغه ماشوم کورنۍ له چا سره دوښمني نه لري او تر اوسه د دې پېښې د لامل په اړه معلومات نه شته.
په دې وروستیو کې د هېواد په ځينو ولایتونو کې د جنايي پېښو ګراف لوړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د کابل په څرخي پله سیمه کې هم یو ماشوم له تښتول کېدو وروسته وژل شوی و.





