۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو له نړیوالې ورځې سره هممهاله، په بغلان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د خلکو د کورونو، کرنیزو ځمکو او اقتصادې سرچینو د خوندیتوب لپاره د هڅو خبر ورکړی دی.
دغه سازمان سهشنبه د تلې پر ۲۱مه پر اېکس پاڼه لیکلي، په بغلان کې د ۲۰۲۴ کال له ویجاړوونکو سېلابونو وروسته، د پایدارو (PIADAAR) پروژو له لارې د سېلابونو پر وړاندې د خوندیتوب زېربناوې جوړوي.
د راپور پر بنسټ، دا پروژه د افغانستان لپاره د ځانګړي اماني صندوق په مالي ملاتړ پلې کېږي او موخه یې د سېلابونو د خطر کمول او د خلکو د کورونو، کرنیزو ځمکو او اقتصادې سرچینو ساتنه ده.
دغه بنسټ د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت ټینګار کړی چې د پېښو پر وړاندې چمتووالی او د ساتندویو زېربناوو جوړول، د ټولنو د مقاومت د پیاوړتیا او په راتلونکي کې د طبیعي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو د کمولو په برخه کې مهمه ونډه لري.





