۸صبح، کابل: د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) خبر ورکړی چې له ۲۰۲۵ کاله تر اوسه یې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د طبیعي پېښو د ګواښونو د کمولو لپاره ۱۱۲ پروژې تطبیق کړې دي.
نوموړي بنسټ سهشنبه د تلې پر ۲۱مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې چمتوالی او مخکې له مخکې ګامونه د طبیعي پېښو پر وړاندې د زیانمنونکو سیمو د مقاومت په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو ګامونو د تطبیق ترڅنګ، د چمتووالي، همغږۍ او تخنیکي وړتیاوو په برخو کې سیمهییزې وړتیاوې هم پیاوړې شوې دي.
یاد سازمان د ۲۰۲۶ کال د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د پېښو د اغېزو د کمولو او له کړکېچونو سره د مقابلې لپاره د ټولنو د وړتیا د لوړولو په موخه، پر چمتووالي او پر وخت ګام اخیستلو ټینګار کړی دی.





