د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې په کابل کې د نوي معیاري لوبغالي لپاره ۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
کرېکټ بورډ وایي چې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ د کابل په الوخېلو سیمه کې د کرېکټ د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو لپاره ۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه چې د لومړنیو رسمي چارو تر بشپړېدو وروسته بهیې ډېر ژر د جوړولو کار پیل شي.
د بورډ په یوه اعلامیه کې راغلي چې دا لوبغالی به د ۳۵ زره نندارهچیانو د ځایېدو وړتیا ولري او په سرپټو او سرلوڅو اکاډمیو سربېره به د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو لپاره پنځه ستوریز مېلمستون پهکې جوړېږي.