۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې یوه پنځلس کلن هلک ځان زندۍ کړی دی.
سرچینو چهارشنبه د وږي پر ۴مه ۸صبح ورځپاةې ته وویل چې دغه هلک د ننګرهار د کامې ولسوالۍ په پیروزي کلي کې ځان وژلی دی.
د سرچینو په خبره، دا هلک عبیدالله نومېده او د اقتصادي ستونزو له کبله یې ځانوژنه کړې ده.
وړمه ورځ په خوست کې هم یو کس ځان وژلی و.





