۸صبح، بغلان: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق (UN-STFA) اعلان کړی چې د سېلابونو د خطر د کمولو لپاره یې په بغلان ولایت کې د ۱۵۵ مترو په اوږدوالي سره یو استنادي دېوال جوړ کړی دی.
دغه صندوق دوشنبه د لړم پر ۱۸مه، ویلي چې دغه دېوال د سېلابونو پر وړاندې له څه باندې زرو کورونو او یوه ښوونځي ساتنه کوي.
دغه راز، ۲۵۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه هم د دغه دېوال تر پوښښ لاندې ده.
د دغه بنسټ په وینا، دا بنسټیزه پروژه د سېلابونو له امله د اوښتونکو زیانونو د کمولو او د سیمې د اوسېدونکو د خوندیتوب په موخه جوړه شوې ده.
سېلابونه په افغانستان کې له ویجاړوونکو طبیعي پېښو دي چې هر کال د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي.
دغه پېښې د کورونو او بنسټیزو تاسیساتو پر ویجاړولو سربېره، کرنیزې ځمکې هم له منځه وړي او د زرګونو کورنیو د ژوندانه سرچینې له ګواښ سره مخ کوي.





