له جمهوریت او افغان ملي، امنیتي او دفاعی ځواکونو په ملاتړ د ولسي غونډو په لړکې، د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په ۱۶مه، د خوست ولایت ګڼ شمېر قومي مشرانو، دیني علماوو او ځوانانو د یوې غونډې په ترڅ کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ.
د غونډې ویناوالو ویل؛ ولسونه بیا نه غواړي چې په ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو یې معامله وشي او تېر تاریخ بیا تکرار شي، ولسونه د خپلو امنیتي ځواکونو سره په هر ډول شرایطو کې اوږه په اوږه ولاړ دي او د افغانستان دښمنانو ته به اجازه ورنه کړي چې اسلامي ملي او وطني ازرښتونو ته مو زیان ورسوي.
خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي، د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ پلې شایسته لوا قوماندان ډګروال ګلبدین الکوزي، خوست امنیه قومندان سمونوال سیف الله سرحدي، ملی امنیت ریس عبدالصمد مندوزي، د خوست ولسونوله د ملاتړ ستاینه وکړ ه د دولت او حکومت له اړخه یې ولسونو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
له دې وړاندې هم د خوست ولایت په یو شمېر سیموکې د جمهوریت او ملي امنیتي ځواکونو په ملاتړ غونډې شوې وې.





