۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق (UN-STFA) د ستونزو پر وړاندې د دغه هېواد د خلکو د زغم او مقاومت ستاینه کړې ده.
دغه صندوق شنبه د لړم پر ۲مه، د ملګرو ملتونو د تاسیس د یو اتیايمې کلیزې په مناسبت ویلي چې د دې سازمان ځواک په هغو لاسته راوړنو کې نغښتی دی چې د ګډې همکارۍ له لارې د افغانستان د خلکو لپاره ترلاسه کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې میلیونونه کسان د جګړو، بېوزلۍ، بېځایه کېدو او اقلیمي ناورينونو له امله له جدي ننګونو سره مخ دي.
د اکټوبر ۲۴مه هر کال د ملګرو ملتونو د ورځې په توګه نمانځل کېږي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۱۹۴۷ کال کې دغه ورځ د ملګرو ملتونو د ورځې په نوم ونوموله، څو د نړۍ خلکو ته د دغه سازمان موخې او لاسته راوړنې ور وپېژندل شي او د دې سازمان له فعالیتونو د هغوی ملاتړ زیات شي.





