• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د یوې نجلۍ هیلې او د نړۍ بې‌رحمي

شهربانو رضايي شهربانو رضايي
۱۹ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794321967]
Pexels

Pexels

یوه نجلۍ چې له بېوزلۍ سره مخ وه، په یوه وران ویجاړ کور کې یې ژوند کاوه چې په ژمي کې د اوسېدو نه و. هغه کور کوچنی او نمجن و. بده یې لا دا چې په همدغه کور کې یې د اوسېدو کرایه هم ورکوله. هغې په دغه کور کې له خپلې زړې مور او پلار سره ژوند کاوه؛ هغوی چې کلونو ژوند یې بدنونه کمزوري او زوړنه یې ستړي کړي و او نور یې د کار کولو وس نه درلود. بیا یې هم پلار په کور کېناستی نه شوای زغملی. کله کله به له کوره بهر کېده څو یو کار ومومي او دسترخوان ته یو څه ډوډۍ راوړي؛ خو د زړښت له کبله یې کار نه شو موندلی او په ستړې او ناهیلۍ څېرې به خالي لاس کور ته راستنېده.

داسې شپې هم پرې راغلي چې د لوږې له کبله به یې خوب نه کاوه او له یو بل سره به یې خپل غمونه نه شوای شریکولی؛ ځکه یو له بله ټپي ول؛ هغه ټپونه چې ژوند پرې تپلي و. د نړۍ ښکلاوو ورته هېڅ مانا نه لرله؛ ځکه د نړۍ ښکلاوې یوازې د نیمکرغو برخه وې.

سره له دې هم ټول د یوې «غوره نړۍ» ارمان کوي. د دغې نجلۍ مور او پلار هم هیله لرله لور یې ښوونځي ته لاړه شي، درس ووايي او داسې یو څوک شي چې د ویلو لپاره یو څه ولري. یوازینۍ هیله یې د لور روښانه راتلونکې وه. هغه نجلۍ چې زړه یې د سمندر په څېر پراخ و او په مهربانه زړه یې هڅه کوله د خپلې زړې مور او پلار لاسنیوی وکړي، د یوازیتوب شېبو ملګري یې او د بې کسۍ ډاډګیرنه یې اوسي.

هغې غوښتل د پلار د اوږو بار یو څه سپک کړي؛ په غالۍ اوبدلو یې خپلې او د پلار او مور یو څه اړتیاوې پوره کولې. د غالۍ اوبدلو ترڅنګ ښوونځي ته هم تلله، په دې هیله چې یو وخت وتوانېږي د مور او پلار د زړونو مرهم شي. همدې هیلې ځواک ورکاوه چې د ژوند دا بې رنګه او بې خونده ورځې وزغمي او په خیالي نړۍ کې خپل ارمانونه وګوري. هغې د داسې ژوند هیله لرله چې له مانا ډک وي؛ داسې چې د هېڅ چا زړه پکې مات نه شي او له درد او کړاوه پاک وي. نوموړې د داسې بریا تصور کاوه چې په رښتیا یې وړ وه. خو ژوند د انسان پر وجود د ټپونو له لګولو نه ستړی کېږي. څومره چې توانېږي د انسانیت پر وجود تازه ټپونه پرانېزي او په دننه کې شته ټپونه لا ژوروي. ځينې پېښې داسې وي چې د ژوند تیاره چاپېریال نور هم توروي. برخلیک پر خپل لوري روان وي، بې له دې چې د چا هیلو ته پام وکړي، ټولې له خاورو سره خاورې کوي.

هغه نجلۍ چې د ژوند کولو هیله یې لرله، مرګ ودروله؛ خو خالي ځای یې په تاریخ کې دردونکې صحنه پرېښوده. د ۱۴۰۰ کال د ثور پر ۱۸مه د روژې مبارکې میاشتې پر ۲۵مه، په سیدالشهدا ښوونځي کې بوږنونکې پېښه وشوه چې د سلګونو نجونو وینې یې وبهولې. دا نجلۍ هم د تاوتریخوالي او کرکې قرباني شوه. په هغې لویې چاودنې کې مرګ ورته په مورچل کې ناست و؛ بې له دې چې د ژوند خواږه یې څکلي وي. هغې تریخ ژوند وکړ او هماغسې یې ژوند له لاسه ورکړ؛ خپلو هیلو ته ونه رسېده او د مور او پلار له لاسنیوي پاتې شوه.

مرګ داسې بې رحمه پدیده ده چې د انسان کړاو نه ګوري؛ په یوه شېبه کې هر څه ختموي. هغې نجلۍ د تل لپاره له نړۍ سترګې پټې کړې؛ خو په تګ یې مور او پلار یوازې شول او تشه یې ترڅنګ هماغسې پاتې شوه.

څومره سخته ده چې ځانته نږدې انسان خاورې ته سپارې. هغه پلار ته چې د خپلې لور له لاسه ورکول ګران و، د داسې درد زغمل هم  ورته سخت دي. د دغه کړاو زغمل اسانه نه دي. که څه هم زړه یې ډک و، له درده یې د زړه له تله چیغه کړه: «نور مې هر څه له لاسه ورکړل او نور د ژوندي پاتېدا وس نه لرم. موږ په دغې بې کسه نړۍ کې یوازې و؛ خو له تا وروسته نور هم یوازې شو.»

او وروستۍ خبره چې لور ته یې وکړه، دا وه: «ماته څه بدل شوي نه دي. زه به هم د تېر په څېر په خیال کې دې بریاوې وینم؛ هغه ژوند چې ونه توانېدم درته جوړ یې کړم، په خیال کې یې درته جوړوم او هغه موسکا چې نړۍ درڅخه تروړلې وه، ننداره یې کوم. خوشحاله یم چې له دغو کړاوونو ازاده شوې، وزرې دې وغوړولې او اوس په اسمانونو کې ګرځې.»

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

انروا: په غزه کې شدیدو بارانونو د څه باندې دوو زرو بې‌ځایه شویو کورنیو ژوند سخت کړی
بهرني خبرونه

یونیسف: په غزه کې شدیدو ورښتونو څه باندې ۱۰۶ زره کسان له ستونزو سره مخ کړي

۱۹ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794318358]
د ماسټرۍ د فارغانو تازه سرخوږی؛ پوهنتوني رسالې دې د طالبانو د «شرعي بورډ» له خوا تایید شي
راپورونه

د ماسټرۍ د فارغانو تازه سرخوږی؛ پوهنتوني رسالې دې د طالبانو د «شرعي بورډ» له خوا تایید شي

۱۹ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794317589]
په لوګر کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی
خبرونه

په لوګر کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی

۱۹ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794316939]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې ترافیکي پېښه؛ د طالبانو موټر د ملکیانو له موټر سره ټکر کړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • فارم‌لرونکي: شمال کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.