د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې په غزې تړانګه کې وروستیو ورښتونو څه باندې ۱۰۶ زره کسان له ستونزو سره مخ کړي او سرپناوو او د خلکو شخصي توکو ته یې زیان اړولی دی.
دغه بنسټ سهشنبه د نومبر پر ۱۰مه راپور ورکړی چې د اوونۍ په وروستیو کې د شدیدو ورښتونو له کبله، د غزې په مرکزي سیمه دیرالبلح کې درې ماشومان چې څلور، پنځه او اته کلن و، له خپلې مور سره یوځای مړه شوي دي.
یونیسف ویلي چې په غزه کې شاوخوا ۱.۷ میلیونه بېځایه شوي لا هم په خېمو، لنډمهالو سرپناوو او ځپل شویو ودانیو کې ژوند کوي او د سېلابونو، سړې هوا او د سرپناوو د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
د راپور له مخې، دغه سازمان او همکارو بنسټونو د ورښتونو د اغېزو د کمولو لپاره ژمنۍ جامې، کمپلې، د اوبو ضد پلاستیکي پوښونه او د حفظالصحې اړوند توکي وېشلي دي.
یونیسف ویلي چې یوازې تېره اوونۍ یې لږ تر لږه له ۱۰ زرو ماشومانو سره د ژمنیو جامو او تودو کمپلو مرسته کړې او په څه باندې ۵۰ ځایونو کې یې د فاضلابو او د اوبو د تېرېدو ویالې پاکې کړې دي.
نوموړي بنسټ خبرداری ورکړی چې بېړنۍ مرستې په یوازې ځان اوږدمهالې ستونزې نه شي حلولی او خېمې او پلاستیکي پوښونه نه شي کولی کورنۍ له سختو توپانونو خوندي کړي.






