په افغانستان کې د ماسټرۍ ځينې محصلان وايي، د طالبانو له خوا د «شرعي بورډ» رامنځته کول او دغه بنسټ ته د ماسټرۍ د علمي رسالو د ارزونې او تایید بهیر سپارلو یې د فراغت او تحصیلي اسنادو بهیر له ځنډ او لالهاندۍ سره مخ کړی دی. د دغو محصلانو په خبره، طالبان نه یوازې د څېړنو په علمي منځپانګه، بلکې د کارول شویو کلمو په غوراوي کې هم لاسوهنه کوي او د «کودک»، «دانشکده» او ځینو نورو فارسي کلمو کارول نه مني. هغوی زیاتوي چې د بهرنیو علمي سرچینو پر کارولو محدودیتونه او د تېزس د دفاع په برخه کې د هر سمسټر د ځنډ په بدل کې د پنځو زرو افغانیو جریمې، د محصلانو ستونزې دوه برابره کړې دي.
حکمت (مستعار نوم) د ماسټرۍ محصل دی. نوموړی چې د فراغت د اسنادو د ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ شوی، وايي څو میاشتې کېږي چې د فراغت بهیر د بشپړولو او د اسنادو په ترلاسه کولو پسې لالهانده دی، خو تر اوسه یې چارې ختمې شوې نه دي.
د نوموړي په خبره، طالبانو نوي مقررات وضع کړي چې له مخې یې هغه محصلان چې د ماسټرۍ دوره یې بشپړه کړې، لا یې له تیزسه دفاع نه ده کړې، مجبوره دي چې د هر سمسټر په بدل کې پنځه زره افغانۍ جریمه ورکړي.
دا محصل زیاتوي: «د دې ترڅنګ، طالبانو د شرعي بورډ په نوم نوې کمېټه جوړه کړې ده. د دغه بهیر له مخې، د ماسټرۍ او لیسانس هره علمي رساله، تالیف شوي کتابونه او ان هغه علمي مقالې چې د استادانو له خوا وړاندې کېږي، د لارښود استاد او نورو همکارو استادانو له ارزونې او تایید وروسته، یو وار بیا د دغه بورډ له خوا ارزول کېږي. دا بورډ د نویو مقرراتو له مخې، د لیکنو په علمي منځپانګه او ان پکې د کارول شویو کلمو په غوراوي کې هم لاسوهنه کوي. د بېلګې په توګه، د «کودک» او «دانشکده» په څېر کلمو کارول نه مني او محصلان او استادان اړ باسي چې د دغو کلمو پر ځای د بورډ له خوا تایید شوې کلمې وکاروي.»
حکمت وايي: «د دغه بورډ له نورو مقرراتو یو هم په څېړنو کې د بهرنیو سرچینو، په ځانګړې توګه د هغو ایراني سرچینو پر کارولو محدودیت دی چې په فارسي ژبه لیکل شوې وي. په داسې حال کې چې په بېلابېلو علمي څانګو کې په هېواد کې دننه د محصلانو د اړتیا وړ معتبرې علمي سرچینې دومره نه شته او ګڼ محصلان د خپلو علمي څېړنو د ترسراوي لپاره مجبوره دي بهرنۍ سرچینې وکاروي.»
نوموړی زیاتوي: «هغه محصلان چې غواړي د فراغت اداري او علمي پړاوونه بشپړ کړي او چارې یې ترسره شي، اړ دي چې میاشتې میاشتې انتظار وباسي؛ ځکه د شرعي بورډ لهخوا د تیزسونو ارزونه ډېر وخت نیسي او څوک نه شي کولی دا بورډ مجبوره کړي چې د محصلانو علمي رسالې په چټکۍ وارزوي. دا بورډ په داسې جوړښت کې رامنځته شوی چې د پوهنتونونو د علمي برخو له صلاحیتونو پورته دی او همدې د محصلانو د چارو د ترسراوي بهیر سخت کړی دی.»
سلیمان (مستعار نوم) د ماسټرۍ یو بل محصل دی چې تازه یې لوړې زدهکړې بشپړې کړې، وايي چې په افغانستان کې د ماسټرۍ د تیزس د دفاع پر وړاندې تر ټولو مهمې ننګونې او ستونزې د علمي سرچینو او معتبرو کتابونو کمښت او د څېړنې په میتوډولوژۍ کې کمزورتیا او د معلوماتو د تحلیل ستونزې دي.
نوموړی وايي: «اقتصادي ستونزې او د څېړنې لوړ لګښتونه، اداري او پوهنتوني ځنډ، د علمي سافټویرونو د کارولو په برخه کې د مهارتونو کمزورتیا، د تیزس د دفاع پر مهال روحي فشار، د ارزونکو استادانو پوښتنو ته د ځواب ویلو ننګونې، د څېړنیزو تجهیزاتو کمښت، نړیوالو علمي مقالو او څېړنو ته محدود لاسرسی او د لارښود استاد او محصل ترمنځ د اړینې همغږۍ نشتوالی، د محصلانو نورې ننګونې دي.»
سلیمان زیاتوي: «په پایله کې بیا دا ستونزې د علمي څېړنو کیفیت راټیټوي او د افغانستان په پوهنتونونو کې د ماسټرۍ د تیزسونو د دفاع بهیر ستونزمنوي.»
د ښوونې چارو کارپوه میاګل وثیق خبرداری ورکوي چې د تیزس د دفاع په بهیر کې د ستونزو او محدودیتونو رامنځته کول، محصلان ناهیلې او زړه ماتې کوي. د نوموړي په خبره، دا وضعیت له یوې خوا د لوړو زدهکړو او علمي څېړنو د دوام لپاره د محصلانو لېوالتیا کموي او بل پلو، پر دغه بهیر د نورو محصلانو باور هم له منځه وړي؛ هغه څه چې په پایله کې به په هېواد کې د علمي کدرونو د کمښت لامل شي.
نوموړی زیاتوي: «د دغه بهیر پایله به له یوې خوا د داسې کسانو فارغېدل وي چې اړین علمي کیفیت به نه لري او بل پلو به د هغو متخصصو علمي کدرونو شمېر کم شي چې د هېواد د پرمختګ او پراختیا په بهیر کې اغېزمن رول لرلی شي.»
ښاغلی وثیق وايي: «د دغه وضعیت دوام به ټولنه د متخصصو علمي کدرونو له کمښت سره مخ کړي او د راتلونکو نسلونو لپاره به د زدهکړو او لوړو زدهکړو پر وړاندې نه لېوالتیا ته زمینه برابره کړي. په پایله کې به د داسې یوې ټولنې د رامنځته کېدو لامل شي چې د سواد کچه یې ټیټه، له پرمختګه وروسته پاتې او له علمي پرمختګه بېبرخې وي او د هېواد راتلونکی به له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ۸صبح ورځپاڼې د یوه راپور موندنې ښيي چې د کابل پوهنتون د نصاب د جوړولو لپاره د طالبانو د عالمانو وروستۍ کمېټې د دغه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو له درسي نصابه ۹۶ عنوانه کتابونه او درسي جزوې حذف کړې دي. د دغو کتابونو د نوملړ یوه کاپي ښيي چې دا پراخ حذف تر ډېره د بشري علومو پوهنځي او په ځانګړې توګه د ټولنیزو علومو، حقوقو او سیاسي علومو او ښکلو هنرونو له پوهنځيو شوی دی.
هغه مضمونونه چې د لوېدیځې فلسفې او نظریو، مډرنو ټولنیزو علومو، سیاسي او رسنیزو تحلیلونو، ټولنیز نقد، سینمايي او هنري سرچینو، انګلیسي کتابونو او بهرنیو پوهنتوني سرچینو منځپانګه یې لرله، له درسي نصابه ایستل شوي دي. دغه راز، ۱۹۴ عنوانه کتابونه یې د اصلاح او بیاکتنې په شرط تایید کړي دي.






