۸صبح، غزني: په غزني کې ځایي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې خلکو په خپل لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ کړی دی.
سرچینو پنجشنبه د تلې پر ۱۶مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا مرکز د ناور ولسوالۍ په «باریک جوی» سیمه کې جوړ شوی دی.
سرچینو زیاته کړې چې د دغه روغتیايي مرکز پر رغولو یو نیم میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې له دې مخکې په سیمه کې د روغتیايي مرکز د نشتوالي له کبله له ننګونو سره مخ و.
د غزني اوسېدونکو له دې مخکې هم په خپل لګښت ګڼې ټولګټې پروژې بشپړې کړې دي.





