۸صبح، کابل: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق ویلي چې طالبان دې «جنسیتي اپارتاید» ختم او د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې دې تبعیضي فرمانونه لغوه کړي.
فایق پنجشنبه د تلې پر ۱۶مه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په درېیمه کمېټه کې ویلي چې د طالبانو ځپونکې تګلارې نه د «اسلام د واقعي لارښوونو» څرګندونه کوي او نه هم د افغانستان له کلتوري ارزښتونو سره سمون لري.
فایق زیاته کړې چې په افغانستان کې ښځې له زدهکړو، کار، په تګ راتګ کې له ازادۍ او په عمومي ژوند کې له ګډونه محرومې شوې دي.
نوموړي د خبریالانو، د بشري حقونو مدافعانو، د مخکېني حکومت چارواکو او امنیتي ځواکونو له وضعیته هم اندېښنه ښودلې او ویلې یې دي چې هغوی له ګواښ، نیولو، شکنجې او د بشري حقونو له نورو سرغړونو سره مخ دي.
د فایق په خبره، د هزارهګانو او شیعهګانو په ګډون قومي او مذهبي لږکي هم له تبعیض، ناامنۍ او جبري بې ځایه کېدو سره مخ دي.
هغه خبرداری ورکړی چې د دغه وضعیت دوام به پر راتلونکي افغان نسل هم اغېز وکړي او له زدهکړو محرومې نجونې او له فرصتونو محروم ځوانان به یې پایله وي.





