د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وایي چې د دغه هېواد پارلمان ته د تایید لپاره د مکې د دفاعي هوکړې د وړاندې کولو اړین چمتووالی بشپړ شوی دی.
اناتولي خبري اژانس پنجشنبه د اکتوبر پر ۸مه راپور ورکړی چې فیدان ویلي، د مکې هوکړه دفاعي بڼه لري او غړو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي چې پر نورو هېوادونو برید وکړي.
هغه ټینګار کړی چې که پر کوم غړي هېواد برید وشي، نور غړي به د دفاع لپاره ورسره درېږي.
فیدان زیاته کړې چې دا هوکړه ترکیې ته هم اجازه نه ورکوي چې د برید په موخه خپل پوځي ځواکونه د بل هېواد خاورې ته ولېږي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د خپلو څرګندونو په بله برخه کې د روسیې او اوکرایین د جګړې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې اجازه دې نه ورکول کېږي چې تور سمندرګی د شخړې پر یوې نوې جبهې بدل شي.





