د یوې سیمهییزې اوکراینۍ ورځپاڼې نږدې ۸۰ سلنه چاپي ګڼې د روسیې په برید کې وسوځېدې. د دغې ورځپاڼې خبرخونه له مخکې ویجاړه شوې وه؛ سربېره پر دې، ورځپاڼه باید لا هم د لوستونکو تر لاسونو رسېدلې وای.
«مژیفسکي مریدیان» ورځپاڼه د اوکراین د «دنیپروپیتروفسک» ایالت د «مژیو» سیمې اوسېدونکو ته چې د جګړې له لومړۍ کرښې شاوخوا ۲۰ کیلومتره لرې ده، خپرېږي. جګړې د سیمې اوسېدونکي بېځایه کړي او ډېر یې له هغه ځایه وتلي دي. له دوامدارو بریدونو سربېره هم ځينې په خپل ټاټوبي کې پاتې دي. د دې ورځپاڼې دفتر ویجاړ شو؛ خو خبریالانو لا هم د هغو لپاره چې د «مژیووا» په سیمه کې پاتې و، یا نورو سیمو ته بېځایه شوي، د ورځپاڼې چاپ او وېش دوامداره ساتلی دی.
کله چې دغه برید د وروستۍ ګڼې ډېرې چاپ شوې نسخې له منځه یووړې، زموږ ټولنې او نړیوالو شریکانو مرسته وکړه چې ورځپاڼه بیا چاپ شي. په پایله کې بیاچاپ شوې ګڼې تر خپلو لوستونکو ورسېدې.
ما د یوې ډلې خلکو یوه ویډیو ولیده چې پکې هغه کسان لیدل کېدل چې ورځپاڼه یې ترلاسه کوله. هغوی یوازې خبرونه نه لوستل؛ بلکې په لاسونو کې یې داسې څه نیولي و چې له خپلو کورونو سره یې تړلي ساتل. ډېرو ته کورونه نور هغه ډول نه دي پاتې چې له جګړې مخکې و. دغې ورځپاڼې له ځان سره د هغوی د ګاونډیانو نومونه، اشنا کوڅې، سیمهییزې کیسې او د عادي ژوند خاطرې لرلې.
څه باندې دوه لسیزې کېږي چې زه په اوکراین کې له خپلواکو سیمهییزو رسنیو سره کار کوم. د روسیې له پراخ یرغل مخکې مو د کار ډېره برخه له سیمهییزو خبري بنسټونو سره د هغوی د پیاوړتیا او ثبات په برخه کې لاسنیوی و. خو جګړې دا چاره بدله کړه. اصلي پوښتنه دا شوه: څنګه کولی شو په ټوله کې هغوی فعال وساتو؟
زموږ دنده دا وه چې بېړنۍ اړتیاوې له هغو شریکانو سره ونښلوو چې د ځواب ویلو وړتیا یې لرله، او د انفرادي ملاتړ هڅې پر یوې کارندې شبکې بدلې کړو. په اوکراین کې خبرخونو خپل تجهیزات، اړیکې او حللارې له یو بل سره شریکې کړې. نړیوالو شریکانو بېړنی ملاتړ، ټيکنالوژي او تخصص برابر کړ. موږ په ګډه مرسته وکړه څو رسنیز بنسټونه داسې مهال خپلو چارو ته دوام ورکړي چې دفترونه، برېښنا، اړیکې او عواید یې له منځه تللي و.
نن بیا دا پوښتنه په بدلېدو ده: څنګه کولی شو هغه څه مو چې زدهکړي، پر تاب راوړلو او مقاومت بدل کړو چې د شریکولو وړ دي؟
نړیوالې رسنیزې ټولنې هغه مهال چې ډېره اړتیا مو لرله، د اوکراین د خبرخونو تر څنګ ودرېدې. دغه ملاتړ له خپلواکو رسنیو سره مرسته وکړه چې ژوندۍ پاتې شي او خپلو خپرونو او ټولنو ته د اطلاع رسونې چاره دوامداره وساتي. خو موږ یوازې د دغه پیوستون ترلاسه کوونکي نه یو. موږ هم د دغو مشارکتونو د وړاندې کولو لپاره څه لرو: پوهه او تجربه چې په سختۍ ترلاسه شوې څو د عادي سیسټمونو د له کاره لوېدو پر مهال، ژورنالیزم ژوندی او فعال وساتو.
نن خپله خبرخونه تصور کړئ. که ناڅاپه برېښنا پرې شي، څه به پېښ شي؟ د یو ساعت لپاره؟ د یوې ورځې لپاره؟ یا د څو ورځو لپاره؟ ایا کارډله مو پوهېږي چې څه وکړي؟ ایا کولی شئ له وارخطایۍ او وېرې پرته، د خبرونو خپرولو ته دوام ورکړئ؟
موږ پوهېږو چې دا وضعیت څه مانا لري. موږ مجبوره و زده یې کړو. موږ زدهکړي چې د برېښنا د اوږدمهاله پرې کېدو پر مهال څه وکړو، څنګه چې کله زېربنا له منځه ځي، اړیکې وساتو، څنګه معلومات او تجهیزات خوندي کړو، څنګه بدیل او ملاتړي سیسټمونه تنظیم کړو او څنګه یوه خبرخونه چې نور یې دفتر خوندي نه دی، فعال وساتو.
په «اودېسا» ښار کې یوې سیمهییزې ورځپاڼې خپله زرمه ګڼه د برېښنا د پرېکون پر مهال، د تودوخې له سیسټم پرته او په تیاره کې چاپ کړه. ما تر اوسه هغه ورځپاڼه په خپل کتابتون کې ساتلې. هغه ورځپاڼه راښيي چې تاب راوړل کومه انتزاعي ځانګړنه نه ده؛ بلکې د عملي پرېکړو ټولګه ده چې د هغو کسانو له خوا نیول کېږي چې پوهېږي لوستونکي یې په تمه دي.
هېڅ خبرخونه دې نه مجبورېږي چې دا درسونه له داسې سختیو سره زده کړي. نړۍ دې هم د دې لپاره د بلې جګړې تر پېښېدو پورې په تمه نه شي چې زده کړي خبرخونې د کړکېچ او ګډوډیو پر مهال څنګه خپلو چارو ته دوام ورکوي.
هغه څه چې موږ یې په اوکراین کې زده کوو، ښايي تر دغه هېواده محدود پاتې نه شي. مهم درس دا نه دی چې خبرخونې دې نورې هم مقاومې شي؛ بلکې دا دی چې تاب راوړل دې یوه ګډه وړتیا وي، نه یوازې د خبرخوني فردي مسوولیت.
یوه کوچنۍ سیمهییزه خبرخونه نه شي کولی په یوازې ځان ټول امنیتي سیسټمونه، ملاتړي عملیات، تخنیکي حللارې او بېړنۍ وړتیاوې رامنځته کړي. خو د خبري بنسټونو شبکه کړای شي خبرخونو ته داسې وړتیاوې برابرې کړي چې هېڅکله یې په یوازې ځان نه شي ترلاسه کولی. ښايي یو بدیل چاپګر د یوې مالي مرستې تر کچې مهم وي، او یو ګډ امنیتي پروتوکول بیا ښايي د تجهیزاتو په څېر ارزښت ولري.
دغې تجربې مې د رسنیزو ټولنو او نړیوالو شبکو د ونډې په اړه لیدلوری بدل کړی دی. د هغوی ارزښت یوازې د سرچینو په وېش کې نه دی؛ بلکې د افرادو، پوهې او وړتیاوو په نښلولو کې دی؛ هغه هم مخکې له دې چې یو کړکېچ، دا اړیکې په شدت اړینې کړي.
دلته ده چې د رسنیز پیوستون په واقعي مانا پوه شوم: نه د مرستندویه په توګه، بلکې د داسې یوه سیسټم په توګه چې تجربه، سرچینې او مسوولیتونه پکې په دواړو غاړو کې جریان لري. کله مو چې اړتیا لرله، ملاتړ مو ترلاسه کړ او اوس کولی شو هغه څه چې مو زده کړي، له نورو سره یې شریک کړو.
د دغه کار لپاره بل لوی دلیل هم شته. کله چې یوه سیمهییزه خبرخونه له منځه ځي، یوه ټولنه یوازې یو رسنیز بنسټ له لاسه نه ورکوي؛ بلکې ښايي داسې کسان له لاسه ورکړي چې سړکونه، بنسټونه، ستونزې او اوسېدونکي یې پېژني. دا پوهه د کړکېچ پر مهال د خبر په څېر ارزښت لرلی شي.
همداراز دا مساله د بیان او مطبوعاتو ازادۍ ته هم ورګرځي. موږ ډېری مهال د مطبوعاتو ازادي له لاسوهنې پرته د راپور ورکولو، خپرونو او خبرو کولو حق تعریفوو. خو که کومې خبرخونې د خپرونو وړتیا له لاسه ورکړې وي، د نشراتو ازادي چندان مانا نه لري.
په یوه کړکېچ بیا د مطبوعاتو ازادي د ظرفیت او وړتیا پر مسالې بدلېږي: ایا خبریالان کولی شي هغه مهال راپور ورکول دوامداره وساتي چې دفتر یې ویجاړ شوی، برېښنا پرې شوې، عواید یې له منځه تللي یا یې ټولنه بېځایه شوې وي؟ همدا لامل دی چې د خبرخونو مقاومت د مطبوعاتو له ازادۍ بېل نه دی. دا داسې شرایط دي چې د مطبوعاتو ازادي ریښتنې کوي.
همدا راز، ما پیوستون په ډېر شخصي ډول تجربه کړی دی. د روسیې د پراخ یرغل په لومړیو کې د خپلو ماشومانو د ایستلو پر مهال د «کییف» ښار شاوخوا سیمې کې وم؛ هلته چې چاودنې لا له مخکې پیل شوې وې. د «وینیتسیا» ښار ته ورسېدو، هلته د «الکساندر» په نوم یوې سیمهییزې خپرندوی ما او ماشومانو ته مې یوه کاسه سوپ «بورش» راکړه. خوند یې اوس هم راته یاد دی.
هغه مهال مې د رسنیز مشارکت یا تاب راوړلو ته پام نه و؛ بلکې ټول پام مې دا و چې خپل ماشومان تر خوندي ځایه ورسوم. په وروستو کلونو کې چې فکر کوم د انسانانو او خبري بنسټونو ترمنځ پیوستون رښتیا هم څه مانا لري، هماغه کاسه بورش رایادېږي.
موږ تر ډېره د پیوستون په اړه د بودیجې، تجهیزاتو او بنسټیز مشارکت په چوکاټ کې خبرې کوو. دا مهم دي. خو پیوستون په اصل کې ډېر ساده دی: کله چې یو څوک له ستونزې سره مخ وي، ډاډ ترلاسه کوئ چې یوازې نه پرېښودل کېږي. دا هماغه څه دي چې د نړیوالې رسنیزې ټولنې له خوا مو ترلاسه کړي دي.
دا هماغه څه دي چې اوکرایني رسنیو یو بل ته بښلي؛ او دا هماغه څه دي چې اوس کولی شو نورو ته یې ولېږدو. موږ اړ یو چې دا درسونه په سختیو کې زده کړو. په شریکولو یې ډاډ ترلاسه کېدای شي چې نور څوک مجبوره نه شي دا سخته لار تجربه کړي.
یادښت: دا مقاله د «خبر نړیوالې ورځې» په مناسبت شریکه شوې؛ نړیوال کمپاین چې د حقایقو او روڼتیا په وړاندې کولو کې د خبریالۍ پر بنسټيزې ونډې ټينګار کوي. بیاخپرونکې دې پورته پراګرافونه هماغسې خپاره او د اصلي لیکوال نوم دې یاد کړي. بیا خپرول او ژباړه یې وړیا ده، په دې شرط چې ژباړه د متن اصلي منځپانګه انعکاس او مانا یا مضمون یې بدل نه کړي. د لنډیز یا رسنیز سبک سره د سمون لپاره واړه سمونونه د همدغه اصل پر بنسټ جواز لري. که امکان وي، هیله کېږي د خبر نړیوالې ورځې (worldnewsday.org) سره لینک ورکړئ.





