ننګرهار کې ښځې په پرله پسې توګه د سولې اړوند غږ پورته کوي.
په تازه اقدام کې شاو خوا ۵۰۰ زړه ښځو په یوه بنر لاسلیکونه را ټول کړي او د جګړې له ښکېلو خواو د دایمي اوربند غوښتنه کوي.
دغه مېرمنې وايي، په جګړو کې له هر لورې دوی زیانمنې دي او باید د سولې په خبرو کې د دوی ونډه زیاته شي.
ورېښمینه ستانکزۍ د غونډې څنډه کې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «دا ډېره مهمه ده چې د سولې په خبرو زمونږ د ښځو ونډه ډېره شي، له طالبانو او حکومت نه مو هیله ده چې د ښځو حقوقو ته پاملرنه ډېره وکړي».
دغو مېرمنو زياته کړه، سوله یې هیله ده او اړینه ده چې دواړه غاړې د دې هیلې پوره کېدو لپاره هڅې وکړي.
رمن مرجانې ۸صبح سره په خبرو کې وويل: «دوحه کې وعدې کېږي خو بیا عملي کېږي نه، پکار ده چې طالبان راشي او افغانانو سره خبرې وکړي، په سوله کې ثبات او پرمختګ دی».
اوسمهال د سولې خبرو لړۍ ټکنۍ ده او د دغې لړۍ ځنډېدو سره سم په ولایتونو کې جګړو زور اخیستی او د ولسوالیو د سقوط راپورونه هره ورځ ورکول کېږي.





