۸صبح، تخار: د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړی چې په تخار کې د دې جبهې د ځواکونو په برید کې د طالبانو د «ښاري استخباراتو» یو غړی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
دې جبهې پنجشنبه د تلې پر ۳۰مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه برید د چهارشنبې په ورځ د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې شوی دی.
د ازادۍ جبهې زیاته کړې چې د طالبانو د استخباراتو یو افسر هم په ټپیانو کې شامل دی.
د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي چې په دې برید کې د طالبانو د استخباراتي ځواکونو موټر هم ویجاړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ازادۍ جبهې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دې ډلې پر ځواکونو د وسلهوالو بریدونو خبرونه ورکړي دي.





