• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

پنځه کاله وروسته ته لیک

هانیه ضامني هانیه ضامني
۱۹ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789048887]
@S_Wijesekera

@S_Wijesekera

نه پوهېږم پنځه کاله وروسته هانیه به څنګه وي، خو هغه هیلې چې په زړه کې یې لرم، لیکم یې چې دنننۍ هانیه پوه شي څه غواړم. پنځه کاله کېږي چې په کابل کې یم او هره ورځ له یوه نوي بندیز سره مخېږم. زه له دې ډېره ستړې شوې یم چې ګورم هغه څه چې باید مو لرل، نه یې لرو او هره ورځ راڅخه د ژوند حق اخیستل کېږي. ستړې شوې یم چې د یوې مریۍ په څېر بندیوانه یم؛ داسې لکه ژوند چې راته حرام شوی وي. پنځه کاله کېږي چې نامريي زنځیرونه مې پر لاسونو او پښو تړل شوي او داسې یې راګېره کړې یم چې د الوت وس ونه لرم. پنځه کاله کېږي چې له ښوونځي او پوهنتونه لرې پاتې یم؛ له هغه چاپېریاله چې هیلې او ارمانونه یې راته جوړول، خو اوس دغو ځایونو ته د تګ اجازه نه لرم.

له دې ټولو سره سره، لا هم ولاړه یم او د علم لار تر وروستۍ کرښې څارم. په دغو پنځو کالو کې مې د محدودیتونو په منځ کې کورس ته دوام ورکړ او اجازه مې ورنه کړه چې ناپوهي راباندې بریالۍ شي. ښوونځی مې هم په انلاین بڼه مخته یووړ. «کله کله باید د یوې ستراتېژۍ له لارې خپله نړۍ جوړه کړو او مخته لاړې شو.» په دغو پنځو کالو کې باید د ستراتېژۍ له مخې مخکې تللی او له خپلو غوښتنو لاس په سر شوې نه وای. ما تر ننه، په دغو پنځو کالو کې چې ټول پوهېږو په افغانستان کې څه روان دي، ډېرې هڅې وکړې؛ د ښوونځي د دروازو له تړل کېدو په کمپيوټر کې د پوهنتون چاپېریال تر لېدو پورې؛ په سړک کې د امر بالمعروف له خوا له درول کېدو او د هغوی په خوښه د جامو تر اغستلو پورې…

اوس غواړم پنځه کاله وروسته خپلې راتلونکې هانیې ته لیک ولیکم. غواړم په ۲۰۲۷ کال کې ښوونځی پای ته ورسوم او تحصیلي بورسیه ترلاسه کړم څو پوهنتون ته د تګ لپاره چمتو شم. اوس پنځلس کلنه او د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې یم، خو غواړم په راتلونکو درېیو کالو کې په پوهنتون کې واوسم، په ازاده توګه زده‌کړې وکړم او وروسته د وطن د نجونو لپاره مبارزه وکړم. نن د کیسو ‌لیکلو او غږ خپرولو له لارې مبارزه کوم، خو غواړم په راتلونکو درېیو کالو کې، کله چې پیاوړې او ځواکمنه شم، هغو نجونو ته د فرصتونو زمینه برابره کړم چې له ښوونځي او پوهنتونه پاتې شوې دي. دا ډېر سخت کار دی، خو ناشونی نه دی. غواړم د ځان، د هېواد د نجونو او د افغانستان لپاره هڅه، زده‌کړې او کار وکړم.

غواړم په راتلونکو پنځو کالو کې په یو غوره پوهنتون کې زده‌کړې وکړم؛ هغه پوهنتون چې د محدودیتونو په تل کې یې ارمان کوم؛ د بریتانیا اکسفورډ پوهنتون. غواړم پنځه کاله وروسته په همدغه چاپېریال کې پر زده‌کړو بوخته واوسم او د نړیوالو اړیکو په برخه کې زده‌کړې وکړم؛ ځکه دا مې د خوښې پوهنځی دی. غواړم خپلو ټولو موخو ته ورسېږم. تر څنګ یې غواړم تر ټولو ستره موخه مې هم عملي کړم؛ د مورولۍ لیدلوری. غواړم په خپله ټولنه کې د سولې لیدلوری له میندو او نجونو سره شریک کړم، څو هغوی بیا دا له خپلو پلرونو او وروڼو سره شریک کړي. موږ دا کار په ۲۰۲۳ کال کې پیل کړ او تر اوسه مو په خپل ښوونځي کې د سلګونو نجونو ترمنځ عملي کړی دی. سږ کال یې له میندو سره شریکوو او د حیاتي سواد زده‌کړو له لارې روزنه ورکوو.

خو په راتلونکو پنځو کالو کې غواړم ټوله ټولنه مو یو بل ته له سوله‌ییز لیدلوري وګوري او له یو بل سره مرسته وکړي؛ د یو بل لاس ونیسي او د سولې د اوو عملي اکشنونو له لارې چې پر ځمکه کېږي، یو بل پیاوړی کړي؛ هغه چې موږ نجونې یې اوس په ښوونځي کې کوو؛ له پیسو پرته له یو بل سره همکاري کوو او یو هنر بلې ته لېږدوو. غواړم هانیه په راروانو پنځو کالو کې وکړای شي دا لید په خپله ټولنه کې له سلګونو نورو نجونو سره یو ځای عملي کړي او سترې پایلې ترلاسه کړي.

غواړم په راتلونکو پنځو کالو کې ټول له یو بل سره د خوېندو او وروڼو په څېر مرسته وکړي او ښکلی ژوند ولرو. دا مې اوږدمهاله موخه ده چې غواړم پنځه کاله وروسته خپل ځان پکې ووینم او پایلې یې وارزوم؛ دا چې ټول یو بل ته په سوله‌ییزه سترګه وګوري، جګړه یې پرېښې وي، د یو بل لاس ونیسي او ملګري پاتې شي. نور په افغانستان کې دا دومره جګړه بس ده.

اوس د دغه وطن نجونې غواړي ښکلی ژوند ډالۍ کړي؛ د یوه نوي لیدلوري په مرسته. موږ کلونه په دغه هېواد کې د نرواکۍ لیدلوري لاره چې پایله یې تل جګړه او نفاق و، لیدلی. خو اوس غواړو د مورولۍ لیدلوري له مخې د دغه هېواد مشري وکړو او د سازماني کار زمینه عملي کړو. زه نن یوازې د خپلو راتلونکو پنځو کالو خبره نه کوم، بلکې د هغو سلګونو نجونو د راتلونکې په اړه خبرې کوم چې په ښوونځي کې مو دي: غواړو د همکارۍ، ګډ کار او سخاوت له لارې افغانستان ته سوله ډالۍ کړو او دا جګړې نورې ختمې کړو او د مورولۍ رهبرۍ لیدلوری رامنځته کړو؛ داسې رهبري چې د مورولۍ لید ولري، هېڅکله جګړه پیل نه کړي او ستونزه په خبرو هواره کړي، په کړکېچ د سوله‌ییز لیدلوري له مخکې پرېکړه وکړي او دا به هېواد ته له سولې راوستلو سره لویه مرسته وي.

زه خپل راتلونکي پنځه کاله همداسې وینم او په دغو کلونو کې به تر وروستي بریده هڅه وکړم. هیله لرم چې په راتلونکو پنځو کالو کې دا لاسته راوړنې ترلاسه کړم او خپلو ټولو نورو موخو ته هم ورسېږم او هیله لرم چې په راروانو پنځو کالو کې افغانستان وده پیل کړي او هېواد ته مو سوله، پخلاینه، ملګرتیا او مینه بېرته راوګرځي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل
خبرونه

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791487243]
په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو سفیر د نتنیاهو د نیولو لپاره د ممداني غوښتنه «سیاسي ننداره» وبلله
بهرني خبرونه

ممداني: اسراییل د حماس بریدونه په غزه کې د «نسل‌وژنې» د توجیه لپاره کاروي

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791484737]
یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا خبر ورکړی
خبرونه

یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا خبر ورکړی

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791481025]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.