د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه (UN Women) وايي چې له جنسیتي برابرۍ پرته د سولې او امنیت، بشري حقونو او پایدارې ودې د موخو ترلاسی شونی نه دی او دا موخې د ښځو او نجونو له برابرۍ پرته نه شي ترلاسه کېدای.
نوموړي سازمان شنبه د اکتوبر پر ۲۴مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د موخو تحقق د بشري حقونو، دوامدار پرمختګ، سولې او امنیت پر درېیو بنسټیزو ستنو ولاړ دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې له جنسیتي برابرۍ پرته د دغو موخو یوه یې هم نه شي ترلاسه کېدای.
یاد بنسټ زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د ورځې په مناسبت یو وار بیا د داسې راتلونکې جوړولو لپاره پر خپلې ژمنې ټینګار کوي چې د ښځو او نجونو په ګډون ټول پکې وي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه د خپلو فعالیتونو له لارې د ښځو او نجونو د حقونو پر ډاډمنېدو، جنسیتي برابرۍ او د پرمختګ او سولې په بهیرونو کې د هغوی پر برابرې ونډې تمرکز لري.





