د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان امریکا له تهران سره د لنډمهالې هوکړې د ناکامۍ مسووله بللې خو ویلې یې دي چې د دې هوکړې د وروستۍ کولو لپاره دې تازه هڅې وشي.
رویټرز خبري اژانس شنبه د اکتوبر پر ۲۴مه راپور ورکړی چې پزشکیان ویلي دواړه غاړې پر خبرو بوختې وې، خو د هغه په خبره، امریکا د مذاکراتو بهیر ګډوډ کړ.
نوموړي د واشنګټن پر چلند نیوکه کړې او ویلې دي: «موږ پر خبرو بوخت و، خو دغو ډارنو (امریکایانو) هر څه خراب کړل.»
د ایران ولسمشر ټينګار کړی چې لا هم د هوکړې د وروستي کولو لپاره له هڅو ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا دوام لري.





