۸صبح، کابل: په سویس کې د افغانستان سفیر نصیراحمد اندیشه وايي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو د دفاع او د هېواد د نړیوالو ژمنو د خوندیتوب لپاره هڅې کوي.
اندیشه شنبه د لړم پر ۲مه د ملګرو ملتونو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت په اېکسپاڼه کې لیکلي چې دغه سازمان د دوی لپاره یوازې د مجللو ودانیو او پرلهپسې غونډو ټولګه نه ده، بلکې د ملګرو ملتونو د منشور د ارزښتونو د دفاع سنګر دی.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان استازولۍ د خلکو د حقونو د له منځه تلو او د هېواد د نړیوالو ژمنو د هېرېدو پر وړاندې ولاړې دي.
اندیشه ویلي چې په نیویارک، جینوا، ویانا، پاریس او روم کې د افغانستان استازولۍ د هغو خلکو غږ دی چې د طالبانو له واکمنۍ سره سره یې ژمنتیا او مبارزه نه ده چوپه شوې.





