۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي چې روغتیايي خدماتو ته د محدود لاسرسي په اړه د پوهاوي کموالی، له اوږدمهاله روږديتوبه د خلاصون ستونزې او ټولنیزه بدنامي هغه خنډونه دي چې پر نشهیي توکو روږدي کسان درملنې ته د لاسرسي پر مهال ورسره مخ کېږي.
نوموړي بنسټ دوشنبه د لړم پر ۴مه راپور ورکړی چې د نشهیي توکو د کارونې له امله د رامنځته شویو اختلالاتو ګڼ ناروغان که څه هم درملنې ته اړتیا لري، د یادو خنډونو له امله په اسانۍ روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
د روغتیا نړیوال سازمان له دغو کسانو سره د مرستې لپاره د پوهاوي او ټولنیز ملاتړ د ګرځنده ډلو فعالیتونو ته اشاره کړې څو اړمن درملنې مرکزونو ته ورپېژني.
د دغه بنسټ په خبره، روغتیايي خدمات لکه مشورې، طبي څار او رواني – ټولنیز ملاتړ له ناروغانو سره د رغېدو او د ژوند د بېرته جوړولو په بهیر کې مرسته کوي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ټینګار کړی چې پر نشهیي توکو روږدي دې باکیفیته او د علمي شواهدو پر بنسټ روغتیايي پاملرنې ته لاسرسی ولري.
دغه سازمان زیاته کړې چې په افغانستان کې د لا ډېرو کسانو او کورنیو د ملاتړ لپاره د درملنې په خدماتو او ټولنیزو مرستو کې دوامداره پانګونه اړینه ده.





