۸صبح، هرات: په هرات کې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې عمومي مدیر مولوي حیاتالله روحاني له روږدو کسانو څخه د پیسو اخیستلو او په فساد کې د لاس لرلو په اړه له شکایتونو او د اسنادو له وړاندې کېدو وروسته له دندې ګوښه شوی دی.
سرچینو دوشنبه د تلې پر ۱۳مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، وروسته له هغې چې د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې د نوموړي او نږدې کسانو د کړنو په اړه یې شکایتونه زیات شول، له کابله د طالبانو یو پلاوی هرات ته د دغې موضوع د ارزولو لپاره تللی چې په پایله کې نوموړی له دندې ګوښه شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې پلاوي د روږدو کسانو د درملنې د روغتون له ارزونې وروسته موندلې چې د روحاني تر امر لاندې کسانو له ځينو روږدو څخه د خدماتو د وړاندې کولو په بدل کې پیسې اخیستې دي.
د سرچینو په خبره، د دغو شکایتونو او اسنادو له وړاندې کېدو وروسته مولوي حیاتالله روحاني له دندې ګوښه شوی دی.
سرچینې ټینګار کوي چې تمه کېده د ادعا شوو مواردو په تړاو روحاني تر قانوني څار لاندې راشي؛ خو تر اوسه یوازې له دندې ګوښه شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې روحاني د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده ته نږدې کس دی.
سرچینې وایي چې روحاني او نږدې کسانو یې په نورو مواردو لکه په فساد او د نشهيي توکو په پلور کې هم لاس لاره.





