۸صبح، کابل: پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د نجونو او هلکانو د زدهکړو پر ارزښت ټينګار کړی او زدهکړو ته د ټولو لاسرسی یې د «افغانانو د عزت او خپلواکۍ» لپاره حیاتي بللی دي.
کرزي دوشنبه د تلې پر ۱۳مه په اېکس کې لیکلي چې ښوونکو له کمو امکاناتو او سختو شرایطو سربېره، د هېواد د راتلونکي نسل په ښوونه او روزنه کې مهمه ونډه لرلې او خپله ملي دنده یې په پوره ژمنیتا، وفادارۍ او ریښتنولۍ ترسره کړې ده.
نوموړي زیاته کړې چې ښوونکي ټولنه د روښانتیا پر لور هدایتوي.
کرزي زیاته کړې چې ښوونکي د ځوانانو په روزولو له هېواده د دفاع، پر ځان بسیا کېدو او باعزته ژوند زمینه برابري.
پخواني ولسمشر د ښوونکي ورځ په مناسبت پیغام کې له ټولو ښوونکو مننه کړې او د دغې ورځې مبارکي یې ورکړې ده.





