۸صبح، بادغیس: سیمهییزې سرچینې وايي چې د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ په «چیچل» کلي کې یو کس خپلې دوه وریندارې وژلې دي.
سرچینو دوشنبه د لړم پر ۱۱مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا کس ګلبدین نومېده او نن یې دوه وریندارې وژلي او خپله نیول شوی دی.
د سرچینو په خبره، د ګلبدین ورور شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې له خپلو دوو ښځو سره د ستونزې له کبله ځان وژنه کړې وه.
سرچینې زیاتوي چې دغو دوو ښځو اته اولادونه لرل.
د دې پېښې په اړه نور معلومات نه شته.
دا یادونې ده چې په هېواد کې د دا ډول ډېرو پېښو لاملونه کورنی تاوتریخوالی او اقتصادي ستونزې ګڼل کېږي.





