۸صبح، کابل: سیمهییزې سرچینې وايي چې په کابل کې د ټکسي یو چلوونکی وژل شوی دی.
سرچینو دوشنبه د لړم پر ۱۱مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې پرون د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند سیمه کې یو ځوان وژل شوی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا ځوان بختالله نومېده او په کابل ښار کې یې ټکسي چلوله.
سرچینې زیاتوي چې بختالله د پکتیا اصلي اوسېدونکی و او په کابل کې اوسېده.
تر اوسه د نوموړي د وژلو د لامل په اړه معلومات نه شته.
له دې مخکې سرچینو خبر ورکړی و چې په خوست کې د عبید په نوم یو ځوان د تره د زوی له خوا وژل شوی دی.





