دا مهال منځنی ختیځ په داسې وضعیت کې دی چې د برخلیک په ټاکلو کې یې یوازې میاشتې، اوونۍ او ورځې نه، بلکې ان ساعتونه هم ارزښت لري. د امریکا د منځمهاله ټاکنو د برخلیک په ټاکلو کې هم همداسې. د نړیوالو سترګې هم دغو ټاکنو او پایلو ته یې اوښتې دي. د اسراییلو ټاکنې هم په خپل ځای کې ځانګړی ارزښت لري چې برخلیک یې څرګند شوی؛ دا چې اوسنی لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو نه شي کولی په یوازې ځان حکومت جوړ کړي، که څه هم بشپړ به له سیاسي ډګره ونه وځي. د امریکا ټاکنو د ایران له اسلامي جمهوریت سره د جګړې له امله ډېر ارزښت موندلی؛ په دې مانا چې که جمهوريپال په کانګرېس کې اکثریت له لاسه ورکړي، د ډونالډ ټرمپ لاسونه به په بهرني سیاست په ځانګړې توګه له ایران سره د جګړې په برخه کې وتړل شي؟ دا قطعي پایله نه ده، بلکې پر امریکایانو د دې جګړې د اغېزو په اړه د عامو برداشتونو پر بنسټ مطرح ده. که د ټرمپ عملي ازادي محدوده شي، پایله به یې په منځني ختیځ کې د نسبي ارامۍ بېرته راتګ او د انرژۍ په نړیوال بازار کې د ثبات ټینګېدل وي. د دې لیکنې تمرکز هم یوازې پر همدغه ټکي راڅرخي.
پوښتنه چې راپورته کېږي دا ده: ایا د ډیموکراتانو احتمالي بریا به له ایران سره د ټرمپ چلند او جګړه کې د عمل ازادي محدوده کړي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې څو ټکي د یادولو دي:
۱ – ټرمپ پر منځمهالو ټاکنو له ایران سره د جګړې پر اغېزو پوه شوی؛ د جګړې ملاتړي کم او مخالفان یې ډېر شوي او هم د ټرمپ شخصي محبوبیت تر یو بریده لوېدلی دی. کله چې ټرمپ پر ایران د برید پرېکړه وکړه او عملي یې کړه، ښايي له احتمالي پایلو یې دومره خبر نه و؛ که نه نو په اسانۍ به یې خطر نه و منلی. نن سبا هم چې پر ایران له بیا بریده ډډه کوي، لامل یې د جګړې له احتمالي پایلو او پر ټاکنو یې له منفي اغېزو وېره ده؛ یعنې دلته د جګړې پایلې او پر ټاکنو یې اغېز، د بازدارندګۍ د وسیلې په توګه کار کوي.
که فرض شي ټاکنې وشوې او د ټرمپ د تمې خلاف ډیموکراتان بریالي شول(بې له دې چې «غوڅ» اکثریت یا په «لږ توپیر» بریا ترلاسه کړي)، دا د دې مانا نه لري چې ټرمپ به له اسلامي جمهوریت سره د بیا جګړې له پیلولو لاس اخلي؛ ځکه نور داسې ټاکنې نه شته چې د بازدارندګۍ د وسیلې په توګه کار وکړي. په بله وینا، ټرمپ به نور د بایللو لپاره داسې ارزښتناک څه ونه لري چې له لاسه ورکولو ته یې اندېښمن وي. له همدې امله، نوموړی به له اسلامي جمهوریت سره له پوځي مقابلې لاس په سر نه شي؛ مګر دا چې کومه نوې پېښه وشي چې هغه بیا جلا بحث دی.
۲ – ټرمپ د «جوړښتونو په ماتولو» پېژندل کېږي؛ یعنې داسې کس دی چې اداري، سیاسي او قانوني محدودیتونو ته چندان ارزښت نه ورکوي. ښه به وي چې وویل شي، نوموړی غواړي ټول جوړښتونه د ده تابع وي، نه دا چې دی یې تابع اوسي. د نورو خبرو ته لږ غوږ نیسي او هڅه کوي تل د خلکو پام ځان ته راواړوي او غوښتنې یې بې له کومې پوښتنې ومنل شي؛ ان که د مقابل لوري له انده یوازې شخصي هم وي. همدا لامل دی چې نوموړي په یوې ټاکنیزې غونډې کې خپلو پلویانو ته وویل: «فرض کړئ چې نوم مې د رایې ورکولو پر پاڼه لیکل شوی.» دا په حقیقت کې د تګلارې پر ځای ځانمحوري څرګندوي. جنجالي هم دی او ډېری مهال داسې خبرې کوي چې نړیوالې رسنۍ یې په اړه ورځې، اوونۍ او میاشتې له کارپوهانو سره پرې بحثونه کوي. خبرې او کړنې یې دومره بس دي چې په ټوله نړۍ کې لوی جنجالونه راپورته کړي، بې له دې چې پایلو ته یې پام وکړي.
پر همدغه بنسټ، له داسې کس څخه دا تمه ګرانه ده چې د کانګرېس خبرو او دریځونو ته – ان که د ډيموکراتانو په واک کې هم وي – ارزښت ورکړي؛ په ځانګړې توګه دا چې په ټاکنو کې له ماتې وروسته ښايي ځان تحقیر وبولي او د کمولو لپاره یې هڅه وکړي چې د نړۍ په یو ګوټ کې یوه نوې بلوا رامنځته کړي چې له دغه اړخه بیا له اسلامي جمهوریت سره د یوې بلې جګړې پیلول ورته ښه په درد لګېږي.
له بلې جګړې د ټرمپ موخه هم ښايي د اسلامي جمهوریت نسکورول نه وي، بلکې داسې هوکړې ته یې اړ ایستل وي چې سپینه ماڼۍ وکړای شي د برجام پرتله یې غوره وښيي. د ټرمپ له انده، د داسې هوکړې د ترلاسي لپاره دې پر ایران لا ډېر پوځي فشار راوړل شي؛ یعنې لومړی دې بله جګړه پیل شي او وروسته دې بېرته د مذاکرې میز ته راوګرځي.
۳ – هېره دې نه وي چې د امریکا پر وړاندې د ایران اسلامي جمهوریت ولاړ دی؛ داسې نظام چې نه جمهوريپالو او نه ډیموکراتانو ته د منلو دی. البته له اسلامي جمهوریته د دواړو ډلو د بېزارۍ کچه توپیر لري؛ هغه توپیر دومره برخلیک ټاکونکی نه دی. که ډیموکراتان له ایران سره د جګړې او نسکورولو ملاتړ ونه کړي، له بندیزونو یې ملاتړ کوي. هېره دې نه وي چې ایران هغه مهال د سختو اقتصادي بندیزونو دروند بار په سمه توګه احساس کړ چې بارک اوباما پر سپینې ماڼۍ واکمن و. ډیموکراتان پر ایران د ډېرو فشارونو – چې اقتصادي بڼه ولري – هرکلی کوي. ښه ده چې وویل شي، هغوی د اسلامي جمهوریت د «چلند بدلون» غواړي، که څه هم د «رژیم بدلون» غوښتونکي نه وي. د چلند دا بدلون هم په اسانۍ نه شي راتللی، مګر د فشارونو – هم پوځي او هم غیرپوځي – هماغسې چې ډيموکراتان او جمهوريپال له اسراییل څخه په ملاتړ کې جدي دي، له اسلامي جمهوریت سره په مخالفت کې هم همداسې دي. بیا هم ټينګار کېږي چې د دواړو ډلو د ملاتړ او مخالفت کچه د شرایطو او موقعیت له مخې، په ځانګړې توګه د ټاکنو په مهمو پړاوونو کې بدلېدای شي.
همدا اوس هم له ایران سره د جګړې له کبله د ډیموکراتانو مخالفت تر ډېره د ټرمپ حکومت د دریځ کمزوري کولو او له سیاسي ډګره د جمهوريپالو د ایستلو په موخه دی، نه دا چې د اسلامي جمهوریت پلویان دې وي. له همدې امله، که ټرمپ یو وار بیا پر ایران برید وکړي، توجیهات به ولري، لکه بیا هم د اسراییلو د امنیت خبرې راپورته کول چې په دې برخه کې ډیموکراتان او جمهوريپال ډېر حساس دي. دغه راز د دې ټکي راپورته کول چې که اسلامي جمهوریت کابو نه شي، د سیمې پر زورواکي به بدل شي او نور په ځانګړې توګه د امریکا عربي متحدان به یې د پراختیا غوښتونکو تګلارو له ګواښه خوندي پاتې نه شي.





