۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان کړی چې په ننګرهار او کونړ کې له مرګونې زلزلې وروسته څه باندې ۴۹۸ زره کسان بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي سازمان چهارشنبه د وږي پر ۱۹مه راپور ورکړی چې د اړمنو له ډلې شاوخوا ۱۱ زره او ۶۰۰ یې مېندوارې مېرمنې دي چې اټکل کېږي ۱۵ سلنه یې د روغتیايي اختلالاتو له کبله د زېږون له ستونزو سره مخ شي.
د راپور له مخې، د ژمي په رانږدې کېدو، روغتیايي ننګونې ډېرېږي او ښايي په لنډمهالو پنډغالو کې مېشتې کورنۍ د ساري ناروغیو لکه شري او تنفسي ستونزو سره مخ شي.
د ښځينه روغتیاپالانو کمښت اصلي ننګونه ګڼل شوې او ډېرې مېرمنې اړې دي چې ښځینه ډاکترې ته د تګ لپاره ډېر مزل وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان له مرسته کوونکو غوښتي چې د مالي سرچینو په برابرولو سره روغتیايي خدمات پراخ کړي او د زلزله ځپلو لپاره ژمني شرایط تضمین کړي.





